کور پاڼه / ټولنیزه برخه / ړانده وګړي د پرمختګ په جال کې

ړانده وګړي د پرمختګ په جال کې

محمد امين علمي

ژونده له تا څخه ډېر خوښ او رازي یم، هغه څه چې ما يې توقع هم نه درلوده ستا له برکته وماته ورسېدل، زه دې پدې ټولو چارو کې خوښی ته ور وړاندې کړی یم، ستا له برکته مې هر څوک احترام او ستا پر مټ مې هر هغه څه درک کړل، چې ما نه پېژندل، هوکې دا په ټوله کې د لوی خدای ج له بې ساریو انعاماتو او مهربانیو له کبله ماته رسېدلي، پرې خوښ او خوشحاله یم، د رب له دې ټولو انعاماتو او مهربانیو سربېره هم موږ ناشُکره، بې خبره، سر ناخلاصه او بلاخیره تر ټولو غټ کبرجن، د لا یزال رب له اوصافو، حمدونو او ستاینو څخه نا خبر، چې د خپل رب ج اوصاف او حمدونه چې څه ډول ارزي او باید چې تر سره شي موږ په هغه شان سره ندي تر سره کړي، ستا فرض عبادت ثنا او صفت چې څه ډول پکار ده موږ ندی کړی، بلکې موږ یې پوروړي یو.

دا هر څه پدې پورې وایم چې د نني عصر تر ټولو بد او مردود عمل هغه د راډیوګانو او ټلوېزیونونو وال د ټنګ ټکور او د بې حیایی د پروګرامونو او دفحاش د فلمونو وړاندې کول دي، د نوي نسل او ټولنې لپاره تر ټولو ډېر مضر همدوی دي ، دوی هر هغه څه غواړي، چې دې ټولنې ته یې وروړاندې کړي، چې ځوان نسل او ټولنه هغه د دوی په اصطلاح څه ډول ترقي وکړي، او څه ډول باید وروزل شي، پر زهرو لړلې شکرې لېدونکو او اورېدونکو ته څه ډول ور وړاندې کړي، ځوانانو او د ټولنې هر وګړي ته یې هره خپرونه، هر خبر ستر ګواښ دی، نور څه یې په وس کې نشته، دا هر څه یې د شیطان د خوښ ساتلو لپاره کارولي او وړاندې کړيدي.

ځوانان او نوی نسل یې په دومره انداز کې رژولي، چې اطلاق پرې د انسانیت نشي کېدای، له دیني امورو څخه د باندې وتل او هغه ناقص ګڼل ورته له سترو بریاوو ښکاري، ژوند هغه ژوند ورته غواړي، چې په هغې کې د انسانیت، ترحم، صداقت او پیروزی هیڅ درک ونه اوسېږي، ټولنه هم لرې نده چې د دوی د فحاشو او بربنډو خپرونو له دایرې سره سم ځان عیار او پر ځان یې عملي کړي.

درنښت

 


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ