افغانستان

د کابل-واشنګټن امنیتي تړون لاسلیک به خطرناکې پایلې ولري

WHD MZDAد افغانستان د ملي وحدت د جبهې ویاند خبر داری ورکړی  چې د کابل- واشنګټن امنیتي تړون لاسلیکېدل به د افغانستان او د سیمې د هېوادونو لپاره خطرناکې پایلې په ځان پسې ولري.

وحید مژده ویلي چې له بده مرغه له هغو دوه زره پنځه سوه کسانو څخه چې په کابل کې د کابل- واشنګټن د امنیتي تړون د جاجونې لپاره د مشورتي لویې جرګې په غونډه کې د ګډون لپاره بلل شوي و، تر دې ډېر چې د افغانستان ګټو ته ژمن و اوسي، د امریکا ګټو ته ژمن وه.

د ملي وحدت د جبهې ویاند، وحید مژده د تهران له راډيو سره په مرکه کې زیاته کړه چې د لویې جرګې د څلور ورځنۍ غونډې ډېری ګډونوال چې

کابو لس ورځې وړاندې په کابل کې ترسره شوه، ټینګار درلود چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی باید دغه تړون ژر تر ژره لاسلیک کړي.

 

د ملي وحدت او په افغانستان کې د امریکايي اډو د مخالفت د جبهې ویاند، همدارنګه د افغانستان له راتلونکو ولسمشریزو ټولټاکنو مخکې د امنیتي تړون پر لاسلیکېدو د ټینګار د لامل په اړه وویل چې امریکایان غواړي دغه تړون له کرزي سره لاسلیک کړي، ځکه هغه کسان چې د ولسمشرۍ مطرح نوماندان دي، د ټولټاکنو له ترسره کېدو وروسته ددې تړون لاسلیکولو ته چمتو نه د ي.

ښاغلي مژده همدارنګه وویل چې امریکایان له افغانستانه د وتلو نیت نه لري او هغه خبرې چې د امنیتي تړون د نه لاسلیکېدو په صورت کې له افغانستانه دوتلو او له افغانستان سره د مرستو ددوام د پرېکولو په اړه مطرح کېږي، یوازې پلمې لټول دي او یوازې داغواړي چې له دې لارې څخه پر کرزي فشار واچوي، په داسې حال کې چې امریکا آن د افغانستان د تجزیې او په سیمه کې خپلو موخو ته د رسیدو لپاره یې پلانونه هم کړې ده.

وحید مژده زیاته کړه چې امریکا د باور وړ نه ده، او امریکا په دې تړون کې هیڅ ډول تضمین نه ورکوي او هماغه راز د افغانستان پر استوګنو سیمو خپلو خپل سرو بریدونو، جنایتونو او د ولسي خلکو وژنو ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د حزب اسلامي مشر، ګلبدین حکمتیار

په يوه ليک کې له ولسمشر حامد کرزي غوښتي، چې د امريکا پر وړاندې په خپلو شرايطو ټينګ پاتې شي.

د حکمتيار دغه ليک، چې ولسمشر حامد کرزي ته استول شوى، يوه کاپي يې د حزب اسلامي اړونده دشهادت په وېب پاڼه کې هم خپره شوې ده.

هغه په دې ليک کې ليکلي : (( دا راته مناسبه وبرېښېده چي د مشورتي جرګې په پاى كې او له امريكا سره د امنيتي تړون تر لاسليك وړاندې ځينې اړين مطالب ستاسو مخې ته كښېږدم، دا مطالب مې د يوه پيغام له لارې ستاسو دفتر ته لېږلي دي.))

انجنير حکمتيار په دې پيغام کې ليکلي : (( ښه به وي چې د خپلې واكمنۍ په دې وروستيو شېبو كې داسې څه وكړې ، چې ماضي جبران كړې او په تاريخ كي تا ته نېك نوم پرېږدي، معلومه نه ده چي ژوند به څومره نور درسره ياري وكړي.)))

نوموړي په دې ليک کې له ولسمشر حامد کرزي غوښتي، چې امريکا سره دې امنيتي تړون نه لاسليكوي او پر خپلو شرايطو دې ټينګار وكړي.

ولسمشر حامد کرزي د جرګې په وروستۍ ورځ اعلان وکړ، چې امريکا دې د رڼو ټاکنو ترسره کېدو، د خلکو پر کورونو نه ننوتلو او د امنيت راوستلو ترڅنګ وسله والو مخالفينو سره د خبرو زمينې برابرولو ضمانت ورکړي، بيا به دغه تړون لاسليک کړي او يا به يې تر ټاکنو وروسته نوى حکومت به يې لاسليکوي.

امريکا ګواښ کړی، چې که  دغه سند په راتلونکو پنځو اوونيو کې لاسليک نه شي، نو دوی به له افغانستان څخه ووځي.

خو د حزب اسلامي مشر انجنير حکمتيار په دغه ليک کې  ولسمشر حامد کرزي ته ويلي، چې د امريکايي ځواکونو له وتلو دې هېڅ وېره نه لري.

هغه زياته کړې : (( له دې هيڅ وېره او اندېښنه مه لره چې امريكا خپل پوځونه اوباسي او خپلې مرستې بندې كړي ، د هغو خلکو مشورې مه منه چې د امريکايانو تر وتلو وروسته د بحران رامنځته کېدو خبرې کوي.))

حکمتيار ویلي، چې دامريکا او ناټو په شتون کې هېڅکله امنيت نه شي راتلى او يا د دوى  په شتون کې به جګړه پاى ته ورسېږي.

نوموړي وايي ، چې افغانان د عوايدو ترلاسه کولو ډېر مدراک لري او د بېلګې په توګه يې ګمرک او مخابرات په ګوته کړي دي.

هغه زياته کړې : ((شل ميليونه افغانان موبايل لري، که هر يو يې دورځې يو ډالر لګښت وکړي، نو دا د کال اوه ميليارده او دوه سوه ميليونه ډالر کېږي.))

خو نوموړى زياتوي، چې ډېرى عايد ددولت پر ځاى داشخاصو جيبونو ته ځي. تهران راديو نه په مننه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x