کور پاڼه / روغتیا / کندهار: یو سوداګر دشل میلیونه ډالرو په ارزښت نوی روغتون جوړوي

کندهار: یو سوداګر دشل میلیونه ډالرو په ارزښت نوی روغتون جوړوي

افغانان چې لاهم د روغتیایي وسایلو او پرمختللي روغتونونو دنشتوالي سره لاس و ګریوان دي، ډیری یې ګاونډي او نورو بهرنیو هیوادونو ته د درملنې لپاره سختې ستونزې په ځان زغمي.

په داسې ستونزمن حالت کې یو افغان سوداګر (صديق مومند ) د یوه داسې پرمختللي او مجهز روغتون جووړولو ته ملا تړلي چې تر ډیره به دهیوادوالو اړتیاوې پوره کړای شي.

یاد روغتون چې دشل میلیونه ډالرو په ارزښت جوړیږي په پرمختللیو توکو سربیره به په بهرنیو ډاکټرانو هم سمبال وي.

د یادونې وړ ده چې نوموړي افغان سوداګر تردې دمخه یو بل روغتون هم جوړ کړی چې ګڼ هیوادوال یې نورو هیوادونو ته له تګه ورګرځولي.

دا نوی روغتون چې د مومند روغتون د څښتن صديق مومند له لوري جوړيږي نورې ګڼې اسانتیاوې به هم ولري.

صديق مومند وايي د نوي روغتون د لا ښه پرمختګ لپاره يې د بهرني هيوادونو لکه سريلانکا ، هند ، پاکستان او ترکيې هيواد له ډاکټرانو سره اړيکي نيولي تر څو په نوي جوړېدونکي روغتون کې دندي تر سره کړي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ