افغانستان

د طالبانو د دفتر د بیا پرانيستو لپاره د افغانستان او پاکستان هڅې

nawaz and karziافغان او پاکستاني چارواکو د کابل په وروستۍ ليدنه کې موافقه وکړه، چې د طالبانو د سیاسي دفتر د بیاپرانیستو په تړاو پر شته انتخابونو غور وکړي.
له اسلام اباده د فارس خبري اژانس ژورنالیست راپور ورکوي، چې د افغانستان ولسمشر او د پاکستان لومړي وزیر په کابل کې د وروستۍ لیدنې په ترڅ کې موافقه وکړه، چې د سولې بهیر د چټکتیا او د جګړې د پای ته رسېدو په تړاو نوې تګلاره غوره کړي.
یوه پاکستاني چارواکي، چې کابل ته یې د لومړي وزیر نوازشریف د سفر ملتیا کوله، د پاکستان «ټربیون» ورځپاڼې ته وویل، چې دواړه لوري به په ترکیه یا سعودي عربستان کې د طالبانو لپاره د سیاسي دفتر د بیاپرانیستو لپاره پر شته امکاناتو غور وکړي.
د دغه پاکستاني سیاسي چارواکي په خبره، چې نه يې غوښتل نوم یې څرګند شي، نوازشریف په دغه لیدنه کې د کرزي دا غوښتنه ونه منله، چې په پاکستان کې طالبانو ته دفتر پرانیستل شي. ښاغلي نوازشریف له کرزي وغوښتل، چې طالبانو ته اجازه ورکړي ترڅو ترکیه او یا قطر کې خپل دفتر بیاپرانیزي.
ده د نوازشریف له خولې وویل: پاکستان د یوه اسانتیا برابروونکي په توګه، نه د رهبر په توګه د سولې په بهیر کې خپل رول ته ادامه ورکوي او په پاکستان کې د دفتر پرانیستنه د دې هېواد له اصولي دریځونو سره په ټکر کې دی.
دې پاکستاني چارواکي هیله څرګنده کړه، چې په څو راتلونکو اوونیو کې به د افغان طالبانو د دفتر په تړاو یو مهم بدلون راشي.
افغان طالبانو د روان کال په جون کې خپل سیاسي دفتر د قطر په پلازمېنه دوحه ښار کې پرانیست، چې له ۲۴ساعتونو وروسته د کرزي د اعتراض له امله وتړل شو.
کرزي پر دفتر د طالبانو د بیرغ او د «د افغانستان اسلامي امارت» د لوحې له امله اعتراض وکړ او د بیرغ او لوحې د لرې کېدو غوښتنه یې وکړه، چې همدا مسئله د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د اختلاف او د قطر دفتر د تړل کېدو لامل شو.
له دې پېښې وروسته، په یوه بل هېواد کې د دفتر د بیاپرانیستو هڅې پیل شوې، چې تر دې دمه کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x