زاهده!!!/ حمدي

حمدي

زاهد ه بس کړه د خلوت راز سپین ډګرته راشه
معبود اوس بل عبا د ت غواړي ته لا نه ئې خبر

د سجد وخوند به د رنه هیرشي که ډ ګردې ولید
نورد اطا عت بغا وت غواړي ته لا نه ئې خبر

خلکو منلې نذ رانې د سر او مال دې ورته
جانان د سر سخاوت غوا ړي ته لا نه ئې خبر

نوردې په أوښکولوند ګریوان په وینوسورولړه
تنکي ځوا نا ن شها دت غواړي ته لا نه ئې خبر

زا هد ه تیر ه بند ه ګي به در ته لوبې ښکارې
مهال اوس بل تجا رت غوا ړي ته لا نه ئې خبر

دسر سودا وکړه عابد ه د رضوان په بیه
حمدي خو دا سعا دت غواړي ته لا نه ئې خبر


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ