لنډه کيسه: کابلیان
لیکونکی: علي سيد سيدي
محمود بوجۍ په مځکه کیښوده، په لستوڼي يې د تندي خولې پاکې کړې. لمر نيږدې نیم اسمان ګام کړی وه، کولنګ يې پورته کړ، د کولنګ په تیره څوکه يې یو بل ته مخامخ د یو ګام په فاصله لس- دولس ګامه اوږدې لیکې جوړې کړې، هره لیکه يې یو څپک ژوره کړه. سپین سرې مور يې د خيمې له اړخه سر ښکاره کړ، ناره يې کړه:
– بس که نور! دا بیکاره، کار به څه درکړي؟ ځان دې په لمر وواهه.
محمود ور وکتل، په اسوده غږ يې وویل:
– ادې لږ پاتې، زیاتې خلاص یم،
له وهل شویو لیکو يې پسته خاوره بیله کړه. سر يې ټیت و، د شونډو لاندې ورو لګیا و:
په هغو سترګو را ګوره، چې ازار پرې نه راځي
زه د هغه چمن ګل یم، چې بهار پرې نه راځي
که ځواني شي زما خاورې ، ستا اعتبار پرې نه راځي.
له خیمې یو کوچنی ماشوم راووت، ټنډ غمبوري يې سپیره ښکاریدل. خشکي وهلي ول، ګرمي تور اړولی و، پښې يې لوڅې وې، نيږدې شو، خولۍ يې لاس کې وه، ویې ویل:
– ادکۍ …….
محمود پورته وکتل، مسک شو، ويې پوښتل:
– ادکۍ درکړه؟
لاسونه يې له خاورو وڅنډل، ماشوم يې غیږ ته پورته کړ، سینې ته يې جوخت کړو، په مخ يې ښکل کړ، دهلک په وچ غمبوري يې د شونډو چاپ پاتې شو، ستوماني یې ووته. ماشوم يې کوز کړ، خولۍ یې په سر کړه، ماشوم ته يې خیمې ته د تګ وویل، بیا لګيا شو. وهل شوې لیکې يې له خاورو پاکې کړې، څنګ ته يې د تورو تیږو کوټ ولاړ و، یوه- یوه يې په لاس راټولې کړې وې. درې کونجه تیږې يې په وهل شوې مځکه کې کتار لکې کړې. څنګونه يې ورته له خاورو ډک کړل. له ځایه پاڅید، چنګ ورته ودرید، په شوق يې وروکتل، د لکو شویو تیږو کتار د خیمې تر خولې رسیدو، خوښې يې شوې. په بوجۍ کې پراته سپین ګاټي يې د تورو تیږو منځ کې وشيندل، لاره يې جوړه کړه. د خیمې دواړه خوا پردې پورته وې، درې ګامه وړاندې د منجانو دیوال ولاړ و. د پناهي لپاره. محمود کولنګ د خیمې څنګ ته ودراوه، یوه ځوانه ښځه له خيمې راوته، لاس کې يې لوټکه وه. ماشوم ژړل، مور ټینګ کړی و، مخ يې ورته غوړاوه. محمود د خیمې مخته کیناست، ښځې اوبه راوړې، محمود لاسونه لپه کړل، ښځې اوبه ور خوشې کړې. مخ يې تازه کړ، اوبه ښې ولګیدې، خیشته لاسونه يې په سر او سټ تیر کړل، څو غړپه يې خولې ته واچولې. ښځې پلو کوږ کړ، محمود يې په څنډه مخ وچ کړو. مور ماشوم خوشې کړ. ماشوم ښځې ته ورمنډه کړه، په پښو پسې يې ونښت، ښځې غیږ ته پورته کړ، خیمې ته ننوته. مور د واسیلینو سر بند کړ، ویې وویل:
– ښه، دغه لاره به څه درکړي؟ د څپرې غم به دې خوړلی و. دې خیمه کې به سږ اوړی پاخه شو. ټولو خلکو څپرې جوړې کړې، یو مونږ پاتې یو.
محمود له ځایه پاڅید، شاه او خوا يې وکتل، تر ليرې سپینې او شنې خیمې ولاړې وې. کوچییان نه وه، د کابل مهاجر. د سر شاهي (حصار شاهي) دښته نور سپيره ډاګ نه وه. محمود وویل.
– ادې! پریږده خلک پوه شي کابلیان یو، سرخرود نه په موادو پسې نه یو راغلي.
پای
۰۵ / ۰۴ / ۲۰۱۱