افغانستان

لومړی تعقيب: د دايمي اډو او وحيد مژده د څرګندونو په اړه مطبوعاتي کانفرانس

timthumbدوشنبه/ د لنيدۍ ۱۱ مه
د ملي وحدت او بهرنيو اډو سره د مخالفت جبه نن (د ليندۍ ۱۱مه) افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د دايمي اډو او ددغې جرګې د وياند وحيد مژده د څرګندونو په اړه يو مطبوعاتي کنفرانس ته ځينې مخور، ديني عالمان او روڼ اندي وربللي دي.
د غه کنفرانس د سهار پر ۹:۵۵ دقيقو د کلام الله د څو مبارک اياتونو په تلاوت سره پیل شو. لومړی وينا وال ددغې جبهې مسوول انجينر احمد شاه احمدزی:
زموږ د کنفرانس هدف همدا دی چې جبهه خپل پخوانی موقف تاييدوي يعني د امريکايانو وجود دلته موږ نه غواړو ځکه ددوی وجود امنيت ورځ تر بلې مخ په بدترۍ روان کړی دی. او موږ له دغه دريځه هېڅکله شاته نه ځو.
تردې وړاندې هم موږ تر ۳۰۰۰ تنو پورې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د علماوو جرګه رابللې وه او په هغې کې همداسې پرېکړه وشوه چې امريکا سره تړون زموږ پر ګټه نه دی. خو تر هغې وروسته د ځينو اغراضو لپاره پرموږ ځېنې تورونه ولګېدل چې يو په کې د سپنتا لخوا مغرضانه خبرې وشوې او پرته د قانوني سند له مخې يې د ده شخصي ټېلفون څارلی دی.
د رسنیو له لارې د دغه جرګې خلک چندان راضي نه ښکارېدل ځکه خو اوس ددغه تړون د امضا څخه خنډنې دی، بل يې کرزی صیب دی چې ددغه تړون نه امضا يې کلکله کړه که کرزی همداسې ولاړ پاتې شي موږ يې تاييدوو.
د پوځيانو تجهيزات بندول د فشارونو مسئله ده خو د ملت تقاضا داده چې کرزی صیب بايد په هېڅ حالت کې تړون امضا نه کړي.
موږ ډاډ درکوو چې که امريکايان ووتل سوله راځي خو شرط يې د هغوی وتل دي، ځکه امريکا نه زموږ رازق دی او نه يې تر توان پوره دی، زموږ بروسه پر خدای ده.
احمدزي ورسره دا هم وويل چې ددغې جرګې پر وياند لګېدلي تورونه غندو او دا کار د بيان د ازادۍ خلاف کړچار بولو.
دویم وينا وال- وحيد مژده:
د امريکا د دايمي اډو يوه ستر ګواښ تر ۲۰۱۴ کال وروسته د تجزيې اندېښنه وه چې د ملي جبهې د رامنځته کېدو اړتيا يې پيدا کړه.
موږ په ۲۰۱۲ کال کې د سولې لپاره يوه ترحه چمتو کړه چې په کې د هېواد باشعوره وګړو نظرونه واورېدل شو او له دې مو زده کړل چې عراق په کوم سرنوشت اخته شو، ځکه هلته امريکا مذهبي شخړې پيل کړې.
موږ ټولو نړيوالو ټولنو ته وويل چې موږ له طالبانو او نورو لوريو سره په تماسونو کې یو ترڅو د ستونزې يوه حل لار پيدا شي، قطر سره هم تماس کې وو او د هغوی د نظرونو خبر مو اخيسته، ځکه دا يوه اړتيا وه.
موږ چې د امريکا له اډو سره د مخالفت کومه جرګه رابللې وه دې کې مو يو سند وښود چې په امريکا کې د افغانستان د سفارت څخه ترلاسه شوی وو، ترڅو خبره روښانه شي چې امريکايان څومره ژمن دي او د پردې ترشاه څه خبرې روانې دي، خو سپنتا بيا پارلمان ته وويل چې دا سند جعلي دی.
موږ طالبانو ته وويل چې دريم هېواد شايد پر تاسې فشار راوړي خو که په افغانستان کې د سولې په نوم يوه ولسوالي وټاکل شي د خبرو لپاره به مؤثره وي خو طالبانو ويل چې موږ پر امريکايانو باور نه لرو.
موږ امريکايانو ته داهم وويل چې ځينې خلک د القاعدې په نوم تاسې تورن کړي خو ډېر په کې داسې دي چې له منځني ختيځ څخه فراري شوي او هغوی له مستبدو نظامونو له خپلو مېرمنو او بچيانو سره راغلي، هغوی ته کوم نوم اخلئ ځکه هغوی خو د جګړې په حالت کې نه دي مګر امريکايانو لاهم ځواب نه دی راکړی.
موږ په هره برخه کې له هر لوري سره تماسونه نيولي او آن طالبانو ته مو مشورې ورکړي چې دغه لاره ددې ملت په ګټه ده او دغه په تاوان، خپله افغان دولت هم له طالبانو سره تماس لري مګر پر موږ د طالبانو د اړيکو په اړه داسې تور پورې شو چې دوی د اساسي قانون خلاف عمل کړی دی، خو قانون د خلکو شخصي حريم هېڅکله تر څار لاندې نه راولي، مګر په استراري حالت کې.
که دا جرم وای نو زه به اوس محکمه کې وای، خو معنا داچې دوی نه غواړي په هېواد کې سوله راشي او هغه څوک چې دې برخې ته رښتيا کار کوي په شکل د اشکالو يې مخه نيسي.
نورو خلکو سره د خپل ملي حاکميت او حريم مسئله مطرح ده مګر زموږ ځيني ښاغلي امريکا ته وايي چې مه ځئ، دا څومره بې غېرتي او خاينانه عمل دی، خو د خدای لپاره بايد موږ د خپل نجات رښتيني لار ولټوو، ترڅو دا زورېدلی ولس د هوساېنې ساه واخلي.
دویم تعقيب به هم څو شېبې وروسته پر ليکه شي…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x