شعـــــرونه

قلم دی کوږ څرخې

فضل الله عمر

دشاعرې قلم دې کوږ څرخې
له ورایه ښکارې په بل لور څرخې

غزا میدان اومجاهد نه ستایې اوس
اوس په اوربل په ټنګ ټکور څرخې

ستا په لیکنه به زه سم جذبه شوم
اوس دقلم په لیکه تور څرخې

لاره دې ورکه که پښیمانه شولې
قدم دې ګورم چی نسکور څرخې

اوس د تکبیر په ناره چوپه خوله یې
چیغه دی بل چا په ملتوب څرخې

د(عمر) کریکې درته رسې کنه
په چوپه نه غږ مې په شور څرخې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x