افغانستان

دويم تعقيب: د دايمي اډو او وحيد مژده د څرګندونو په اړه مطبوعاتي کانفرانس

qبل وينا وال- حاجي فريد:
لومړی بايد د دولت لخوا امريکا سره د امنيتي تړون په موخه جوړه شوې جرګه تشريح شي چې دا په رښتيا د ولس رښتيني نماينده ګان وو او که هسې تشريفاتي خلک وو؟ ځکه ددې ملت اصلي استازي د ناامنه ولسواليو خلک دي چې هغوی په دې اړه څه نظر لري.
زه چې څومره خبر يم ددغې جرګې لومړۍ دعوت پانې د ۲۵۰۰ تنو وو مګر اول سر کې ترې ۱۵۰۰ تنو مخ وګرځوه او دعوت يې ونه مانه، دولت بيا د کابل د ادارو خلک ورټول کړل چې ايله ۱۷۰۰ تنه يې ګډون ته برابر کړل، دا نو کوم ډول انصاف دی؟
که د وحيد مژده ټېلفوني تماس ملي خيانت وي نو بيا خو اسلام اباد ته د سولې جرګې تللی پلاوی هم په ملي خيانت کې دی ځکه يوه اړيکه چې ملي خيانت دی نو بيا خو روغه جوړه بلکل ملي خيانت دی ځکه چې ټول خلک بيا ته نظام ته را داخلوې.
هرهغه څوک چې ددې ملت وګړی وي، دلته د ژوند او راتلو او تماس نيولو حق لري.
موږ ګډوډي نه غواړو، موږ هم سوله غواړو، خو سوله په دوکاندارانو او د لارې کوڅو په خلکو نه راځي او نه په دې راځي چې پردي هېواد ته ځې او سوله ترې غواړې ځکه سوله محارب سره په ناستې راځي، هر مخالف طرف سره بايد مخامخ خبرې وشي، کنه بل ډول حل لار نشته، خو دا د امريکايانو يوه توطئه ده چې لوبه يې روانه کړې او سولې ته ژمنتيا نه ښيي.
کرزی د ولس له غمه مړ نه دی او له امريکايانو سره رامنځته شوی مخالفت يې د شخصي ګټو په خاطر دی مګر بيا يې هم موږ دغه نقطه تاييدوو.
موږ يو وارې بيا غږ کوو چې تر څو ژوندي يوو د خدای او پېغمر صلی الله وسلم له اوامرو مو څوک نه شي شاته کولی ولوکه سر مو هم پرې ځي.
هغه نقطې چې حکومت پرې خلک تېروېستل په دغه تړون کې نه تر سترګو کېږي، کومه دي هغه ۴،۱ ميليون ډالر چې د عسکرو د تجهيزاتو په نوم يې د ورکولو دعوې کېدې؟ خو معلومېږي چې امريکايان نه زموږ ددفاع غم اخيستي او نه ورته ژمن دي.
که څوک افغان وي نو بهرنيان خپل کور کې پاتې کېدل نه مني او که څوک پرې خوښ وي نو بيا دې يوازې خپل کور ته بوځي نه د نورو خلکو کورونو ته، دلته يوازې افغان ولس ته د ژوند خبره مطرح ده نه بهرنيانو ته خو که څوک يې ملتيا کوي د نورو دوو (مجددي او سپنتا) په څېر دې لاړ شي او وطن دې راپرېږدي.
بل وينا وال- صفت الله قانت:
په افغانستان کې د دايمي اډو په اړه موږ د شاوخوا ۱۵۰۰ تنو علماوو په نظر پوښتنه داسې پايلې ته ورسېدو چې د امريکا شتون نه په اسلامي، نه په کلتوري، نه سياسي او نه هم بل اړخ کې ددې ملت لپاره مجوز دی او نه زموږ په خېر دی، په همدې دليل مو يوه ستره فتوا لاسليک او خپره کړه.
د امريکا په راتګ کوم خير ولس ته ورسېد ايا همدا تشه غربي دموکراسي يوه ښه بهانه ده؟ هغلته چې ولسونه زورېږي، انساني ارزښتونه تر پښو لاندې کېږي او د ازادۍ په خوله لاس کېښودل کېږي د دموکراسۍ کوم دليل پاتې کېدای شي؟
که نن امنيتي تړون امضا کېږي نو پرې ښه پوی شئ چې لاسليک کوونکي يا تاييد کوونکي يې حتماً ضمير نه لري. د نورو ويناوالو په حېر د کرزي وروستی دريځ تاييدوم خو چې تر شاه يې کوم شخصي غرض نه وي او يوازې موخه يې د ولس خير وي.
لکه څنکه چې روسي جنرالانو تر نظامي ماموريتونو وروسته د خپلو جرمونو په درد اعترافونه وکړل دغه راز به امريکايي جنرالان د وخت په تېرېدو خپل رازونه راوسپړي خو خبره به له وخته تېره وي، مګر موږ يوازې نن خپل ولس ته شعور ورکوو، جبهه ملي هېڅلکه له خپل دريځه نه تېرېږي، په وحيد مژده چې کوم تورونه لګېدلي دا کاملاً د غېرمجوز کار دی، ځکه که څوک توان لري او سولې ته کار کولی شي نو بيا څه اړتيا ده چې د هغه څار او ناقانونه تعقيب دې وشي؟
خپله ددولت ډېری چارواکي ددې ولس رښتيني وکړي ځکه نه دي چې جېبونه يې همدا اوس له دوه تابعته کارتونو برخمن دي.
استاد حسیب جبهې اعلاميه ولوسته، چې بشپړ متن يې ټکي په ټکي خپروو:
اعلامیهء مطبوعاتی جبههء وحدت ملی و مخالفت با پایگاه های خارجی در افغانستان
در مورد اتهامات اخیر به وحید «مژده» سخنگوی این جبهه
کابل- دوشنبه 11 قوس 1392 هـ ش – مطابق به 28 نوامبر 2013 میلادی
بسم الله الرحمن الرحیم
در آستانهء تدویر لویه جرگهء مشورتی تقلبی برای سپردن رسمی زمام امور افغانستان به امریکا، اسپنتا مشاور امنیت ملی ریاست جمهوری در ولسی جرگه بدون ذکر نام، یکی از اعضای مهم جبهه را بخاطر داشتن رابطه با یکی از اعضای طالبان به خیانت ملی متهم نمود. از آن ببعد کلپ های صوتی از وحید «مژده» سخنگوی این جبهه را در اختیار رسانه ها نهاد.
جبههء وحدت ملی و مخالفت با پایگاه های خارجی در سال 2011 به منظور تلاش برای تامین صلح و پایان جنگ در افغانستان اساس نهاده شد و در سال 2012 طرح صلحی را به جهت های مختلف به شمول طالبان ارائه نمود. در طول این مدت، ملاقات های وحید «مژده» سخنگوی این جبهه با طالبان بخصوص اعضای دفتر قطر به منظور یافتن راهی به منظور پایان جنگ و برادرکشی به هیچ صورت از دید رسانه ها پنهان نبود و رسانه ها در این مورد بارها با وی مصاحبه انجام دادند.
تماس با طالبان تنها منحصر به جبهه نیست بلکه تعداد زیادی از شخصیت های دیگر کشور نیز چنین روابطی را با طالبان دارند و با وساطت همین افراد، کسانی که در گذشته توسط طالبان اسیر شده بودند، آزاد شدند. در آخرین مورد از این گونه وساطت ها، خانم فریبا احمدی کاکر با زندانیان طالب تبادله شد و آزاد گردید.
مادهء 37 قانون اساسی افغانستان می گوید: آزادی و محرمیت مراسلات ومخابرات اشخاص چه بصورت مکتوب باشد و چه به وسیلهء تیلفون، تلگراف و وسایل دیگر، از تعرض مصئون است.
دولت حق تفتیش مراسلات و مخابرات اشخاص را ندارد مگر به حکم قانون.
اما اعضای همین دولت در حالیکه شرط مذاکره و صلح با مخالفین را قبول قانون اساسی از جانب آنان می نمایند، خود قانون اساسی را زیرپا می کنند و از یک سند استخباراتی استفادهء تبلیغاتی می نمایند تا به این وسیله مخالفت مدنی علیه یک موضوع نهایت حساس را در کشور خاموش سازند.
جبهه با تماس با طالبان جرمی را مرتکب نشده است، رئیس جمهور کشور خود اعتراف می کند که به طالبان مشورت داد تا علیه تلاش در جهت تجزیهء افغانستان توسط امریکا موضع مخالف بگیرند و طالبان نیز پذیرفتند. چنین تماس های حکومت از طریق اشخاص مختلف با طالبان از چندسال بدینسو ادامه دارد.
طالبان نیز مردم همین سرزمین اند و تماس با آنها به منظور اعتماد سازی و تفاهم به منظور صلح به هیچ صورت جرم نیست. جبهه به این باور است که امضای توافق نامهء امنیتی، قدم اول در جهت دوام جنگ و در نهایت تجزیهء افغانستان خواهد بود و از خطرات این مسئله طالبان نیز آگاه اند.
جبههء وحدت ملی و مخالفت با پایگاه های خارجی در افغانستان رسما اعلام میدارد که تماس های وحید «مژده» سخنگوی این جبهه با یکی از مقامات طالبان به اجازهء این جبهه صورت گرفته و تنها یک عمل شخصی از جانب وی نمی باشد. چون افشای کلپ های صوتی از وی از طریق رسانه ها چیزی جز یک انتقام سیاسی از جانب بعضی از جاسوسان خارجی با تبانی سازمان های استخباراتی بین المللی نبوده است، جبهه ضمن تقبیح این عمل حق شکایت به مراجع قضائی بخاطر اعادهء حیثیت از وحید «مژده» سخنگوی این جبهه را برای خود محفوظ می داند.
جبههء وحدت ملی و مخالفت با پایگاه های خارجی در افغانستان
غونډه د غرمې په دولسو بجو په دعا سره پای ته ورسېده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x