د نن سرلیکنه

مذهبي قتلونه د افغانستان د جګړې نوي اړخ

نن ټکی اسيا ـ سرليکنه

د محرم په لسمه چې په کابل او د هغه په تعقیب په بلخ کې د اهل تشیع پر پلویانو خونړي بریدونه وشول او له امله یې په لسګونو کسان مړه اوژوبل شول زمونږ په جګړه ځپلي هیواد کې د جګړې د تازه کولو او اوږد ولو یو بل اړخ دی.

دغه ډول بي هدفه او ناروا قتلونه که له یوې خوا د بيګناه انسانانو د وژل کید لامل ګرځي له بلې خوا ورسره د افغان ولس ترمنځ مذهبي، نژادي او لساني تاوتریخوالی هم زیاتیږي.

له پیړیو راهیسي په افغانستان کې د اهل تشیع مذهب پلویانو د اهل السنت وروڼو ترڅنګ يي ګډ سوله ییز ژوند کړی او تر اوسه یې کله هم ترمنځ داسې څه نه دي پیښ شوي چې د سني ، شیعه ترمنځ د نفرت او تبعیض لامل وګرځي.

په افغانستان باندې تر امریکايي یرغل وروسته د نورو ناخوالو ترڅنګ د سني شیعه ترمنځ مذهبي اختلافاتو ته هم لمن ووهل شوه ، د هغوی لپاره فقه جعفري د یوه مستقل مذهب په توګه په رسمي ډول ومنل شو ، هغوی ته د خپلو مذهبي مراسمو لمانځلو لپاره دومره صلاحیتونه ورکړل شول چې د کابل په شمول په ځیني لویو ښارونو کې عامو خلګو ته په مزاحمت سر بیره د کارته سخي او څو کاله وړاندې د ابوالفضل زیارت د خونړیو پیښو د رامنځته کیدو لامل وګرځیدل.

د کارته سخي خونړۍ پیښه په خپل ذات کې د سختو غندلو وړ پیښه ده ، د اسلام مقدس دین په هیڅ ډول د بیګناه انسانانو د وژلو اجازه نه ورکوي ، خو هغه کسان چې په افغانستان غوندي جګړه ځپلی هیواد کې په لوی لاس د دغه ډول پیښو د رامنځته کولو کوښښ کوي هغوی هم د وحشي قاتلینو ترڅنګ د دغو معصومو انسانانو په وژنه کې شریک دي.

مونږ وینو چې په هیواد کې مو امنیتي وضعیت تر داسې کچې رسیدلی چې د ملي دفاع او ملي امنیت په څیر حساسي ادارې هم د خپل ځان د خوندیتوب او ساتنې وړتیا نه لري او ډیر ځله لیدل شوي چې مرګونې بریدونه ورباندې شوي، چې په دغه ډول نا مناسبو شرائطو کې د داسې تجمعاتو او غونډو جوړول په لوی لاس تروریستانو ته د بریدنو لپاره موقع برابرول دي.

مذهبي ، قومي او لساني اختلافات د یوه ملت د ویشلو او بیا تباه کولو لپاره د دښمن یوه ترټولو خطرناکه حربه ده.

امریکایانو د عراق ، سوریې ، یمن او ټول منځني ختیځ د اشغال لپاره له دغې مهلکې حربې څخه کار واخیست او دهغو هیوادونو میشت مسلمان ولسونه يې د همدې دسیسې په کارولو سره یو د بل په خلاف وکارول اوس غواړي همدغه فتنه په افغانستان کې هم ایجاد او دلته هم د تسنن او تشیع په نوم افغانان سره وجنګوي.

داعشي فتنه امریکایانو د همدې غرض لپاره ایجاد کړې او دکارته سخي د فاجعې پړه همدوي پر ځان منلې.

په افغانستان کې د اهل تسنن او اهل تشیع مذهبي او ملي چارواکو ته په کار دی چې د دښمن د ټولو دسیسو د شنډولو په غرض د همدې شیطاني سازش په مقابل کې په متحد ډول ودریږي او اجازه ور نه کړي چې د نورو سلګونو اختلافاتو او مشکلاتو ترڅنګ د لته هم د عراق ، سوریې او یمن په څیر افغانان د مذهبي جګړو قربانیان شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mayak khan

دا یو واقعیت دی چې دغه شومه پدیده له شرق الاوسط څخه دآسیا زړه ته را نقل کیږي او دمذهبي تفرتونو أور ته لمن وهل کیږي ، خو دغه بلواکه واکمن ولې چوپه خوله دي او ولې د داسې شومو اهدافو مخنیوی نکوي خو داسې بریښي چې همدغه خلک دغې شومې پدیدې ته روزل شوي دی او د دوی له لارو دغه لښکرې تمویلیږي، عجیبه خولا دادی په أروپا او لرې أمریکا کښې په غیر فطري أعمال دککړ ومنحوسو انسانانو په وژنه دلته په کابل کښې ویر او شور أچتیږي خو زمونږ په هیواد کښې په زرګونو غم لړلې پیښې… نور لوستل »

محمد

اهل تشیع دی خپل مشران ، کوم چې ددوی پر سر وزارتونه ، لوړی چوکۍ او بیدریغه ډالری اخلی – محاسبی ته راکش کې – او ورته ودی وایی چې تاسو کوم مجبوریت لری ، چې د داعش مقابلی ته د دغه غم ځپلی افغانستان څخه خلګ غولوی او سوریی ته یی لیږی او هغوی بیا په ظالمانه ډول د دغو بیخبرو څخه انتقام اخلی – دا د دوی مشران دی چې دا اور بلوی هلته هم تومانونه راکشوی او دلته هم د پیسو انبار لری – او خپل نا خبره عوام په اور کې سوځوی ـ خپله او اولادونه… نور لوستل »

رحمت الله

سلام عليكم ! دحیرانتیا خبره دا ده چی ولی مسلمانان (زمونگ شیعه مذهبه ورونه ) د یو غیر مسلمان لپاره زانونه وژنی. هم خپل دا ژوند أو هم آخرت خرابوی. د سوریی واکمن حکومت خو یو علوی یا کمونیست مرتد دی. افسوس به خون هزارآن برادران شیعه من که در تجارت رهبران خاین آخرت خو د را برباد می کنند. انتخاب میان اسد وال سعود مانند انتخاب میان جزام و توبرکلوز است. بهتر است عقب اسلام واقعی برویم اجازه ندیم تا داعشی های نا نهاد ایران و پاکستان و دوستان بین الملل شان در بین ما به این و آن… نور لوستل »

افغان

د شیعه وو نهاد له اوله د یهودانو په واسطه د اسلامی امت د ویشلو او خپل منځی جنګو د باره رامنځته شوی په ځانګړی هله چه په ایران کی د صفویانو واک او قدرت وو ، هغه هغه د علوی شیعه وو فتنه په صفوی شیعه وو فتنو واړوله یعنی حتی د شیعه وو پخوانی څه ناڅه د منلو مذهب یی په شرک او خطرناکو تفرقو واړوو چه له امله یی سنیان په ایران او عراق کی مخ په کموالی او شیعه ګان د هغو هیوادو اکثریت جوړوی او راتلونکی کی به هیڅ یا دیر کم سنیان هلته شتون… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x