کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / د کابل ښار ترافیک د جګړې لپاره روزګان ته لیږل کیږي

د کابل ښار ترافیک د جګړې لپاره روزګان ته لیږل کیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۲۲مه ۱۳۹۵ل): افغان دولت تصمیم نیولی چې د کابل ښار ترافیک پولیس به د جګړې لومړیو کرښو ته لیږي.

د طلوع تلویزون د «تودې خبرې» چلوونکی «شاپور بختیار» وايي چې د کابل ترافیکو پولیسو ورته اندیښنه څرګنده کړې چې دولت په پام کې لري چې روزګان ولایت ته یې د جګړې لپاره ولیږي.

نوموړی د ترافیکو یو تن افسر له خولې زیاتوي چې د دولت د تصمیم پر اساس باید د کابل ښار ۸۲ تنه ترافیکي پولیس روزګان ولایت ته ولیږل شي تر څو د طالبانو په وړاندې وجنګیږي.

ښاغلی بختیار د ترافیکو د دغه افسر په حواله زیاته کړې چې دولت د دغې پرېکړې لامل دا په ګوته کړی چې په کابل ښار کې دغه ۸۲ تنه ترافیک پولیس اضافه بست دي.

د سیاسي چارو کارپوه «ډاکټر طوفان وزیري» روزګان ولایت ته د ترافیک پولیسو د لیږلو اقدام په کلکه غندي او په وینا یې د امنیتي ځواکونو د جلب او جذب پروسه له ضعف سره مخامخ شوې.

نوموړی دولت ته په خطاب کې زیاتوي:

«ته د خپل عسکر پوښتنه نه کوې او قومندانان ورباندې معامله کوي، ځکه اوس څوک عسکر نه درکوي، جلب او جذب دې ضعیفه شوی دی».

ښاغلی وزیري وايي چې د امنیتي ځواکونو صفونو ته ځکه څوک نه ورځي چې دولت له خپلو عسکرو سره وفا نه کوي. نوموړی زیاتوي چې دولت نه د خپلو کلابندو عسکرو د خلاصون هڅه کوي او نه د هغوی د ملاتړ لپاره کومکي ځواکونه لیږي.

د ډاکټر طوفان وزیري په باور، په دولت باندې د عسکرو بې باوري د دې لامل ګرځیدلې چې د امنیتي ځواکونو صفوف د قحط الرجالۍ له ګواښ سره مخامخ شي او د کابل ښار اضافه بست ترافیکو ته دولت د امید سترګې ورواړوي.

افغان دولت په داسې حال کې چې دغه تصمیم نیسي چې له روزګان او هلمند ولایتونو څخه هره ورځ طالبانو ته د ډلې-ډلې سرتیرو د تسلیمۍ راپورونه ورکول کیږي.

تېره ورځ «یو تلویزون» د یوې سرچینې په حواله خبر ورکړ چې د دوشنبې په شپه د پولیسو ۸۰ کسیز کنډک له ټولو پوځي تجهیزاتو سره طالبانو ته تسلیم شو. همدا راز دغې سرچینې ویلي چې ۸۰۰ تنه عسکر ورک دي او تر دې دمه یې د برخلیک معلومات نشته.

تر اوسه دا نه ده معلومه چې ایا یوازې د کابل ترافیک پولیس به د جګړې لومړیو کرښو ته لیږل کیږي او که د نورو ولایتونو د ترافیک پولیسو په اړه هم ورته تصمیم په پام کې دی.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ