شعـــــرونه

غزل/ بلينډه بدرۍ

بلينډه بدرۍ

زه به پرې پویه شوم چې بیا دی په کوم نظم کې ورک
چې تر ناوخت به ېې حجرې کې بلیدله ‌‌‌‌‌‌ډیوه

متۍ به نه شوم تلې نو ځکه به شوم وروسته پاتې
ماسره لاس کې وه له ما به مړ کیدله ‌‌‌‌‌‌ډيوه

زما ملګرې به وه دا ېې سپارښتنه په ما
ځکه به هرې ناوکۍ سره ما وړله ‌‌‌‌‌‌‌ډيوه

چې به کوم نذر که زګیروی به ېې ترغوږ و د چا
یو څو پيغلوټو په ورشو کې ګرځوله ‌‌‌‌‌‌ډیوه

بدرۍ د ستا د غربت شپې ته به په هر غزل کې
د خپلو اوښکو په رنګ څه ښه رسموله ‌‌‌‌‌‌ډیوه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x