کور پاڼه / مقـــــالی او تبصرې / د لویې جګړې پر لور!

د لویې جګړې پر لور!

لیکنه: هدایت الله ذاهد

ژباړه: انور افغان

 

په امریکې کې د ۲۰۰۱ سپټمبر د ۱۱ پېښې را په دېخوا، امریکا او ملګرو یې له اسلام سره د تروریزم په نامه جګړه پیل کړه، لومړی یې افغانستان اشغال بیا عراق او لیبیا او ان د اشغال دا لړۍ یې تر سوریې پورې وغزېده، په اسلامۍ نړۍ دوه اړخیزه صیهونیستي حملې د امریکایي ـ اروپایي ـ اسراییلي اتحاد لخوا یوازې دا نه چي سیاسي، اقتصادي او جیوپالیتیکي بلکې مسیحي موخې هم لري چي د دوو مشهورو خاخامانو ( یهودي عالمانو ) د جودا الکلي او زیوي هرش کالیشر په نومونو چي د یهودیت دین د اساساتو خلاف د مسیح د راتلو او د یهودي دولت د جوړېدو په اړه یې ویل: د مسیح راتلو ته اړتیا نشته، یهودان باید د خپل سیاسي او اقتصادي قدرت په مرسته او د اروپایي زورواکو هیوادونو په مرسته یهودي دولت په ( بیت المقدس ) کې جوړ کړې،چي دغه کار د مسیح د راتلو لومړنی ګام دی«۱». سرچینه اخلې.

یهودان چي خپل ځان یې د مسیح دجال په دام کې بند کړی او د حضرت عیسی (ع) له راتګ څخه منکره دي له دوه زرو کلونو را په دېخوا د مسیح دجال انتظار وباسي، هغه نوي نظریات چي ډېر مشهور شوي دا دي چي یهودان اوس د مسیح دجال د راتګ لپاره حالت برابروي او په لویه کچه د هغه د راتګ لپاره پلانونه نیول کېږي. هغه لومړنی پلان چي بیت المقدس یې له مسلمانانو ( د مسیح دجال له اصلي رقیبانو ) د یهودیانو ( د مسیح دجال اصلي پیرویانو ) لپاره ونیو، په مسجد القصي کې د شاهي ماڼۍ جوړول، د مسلمانانو ضعیفه کول او د اسراییلو پیاوړي کول هغه څه دي چي د مسیح دجال د راتلو لپاره تر سره کېږي.

صیهونیستان د دې طرحي د پلي کولو لپاره له هره حده تېرېږي، لکه څنګه چي دجالي صیهونیستي ډلې وایي: د ژوند تر ټولو غټ نظم او ترتیب صیهونیستي مقام ته هیڅ هم نه دي «۲».

نو له اسلام سره د غرب د جګړې رول د دې مهمې نړیوالې طرحې یوه برخه ده، رسول الله ( ص ) د دې پېښو تر واقع کېدو ۱۴ سوه کاله د مخه موږ خبر کړي یو، کله چي د منځني ختیځ جګړو ته  ژور فکر وکړو او د پېښو دغه ورته پړاو ته ځېر شو نو جوته به شي چي دغه پېښې د احادیثو سره په بشپړ ډول مشهودي دي، رسول الله ( ص ) فرمایي: داسي سختیوي او مصیبتونه به راشي چي هیڅ څوک به له هغو نه په امان کې نه وي، دغه مصیبتونه به د شام په مرکز څرخي تر هغه چي په عراق کې مېشت شي… کله چي وغواړي دغه مصیبتونه په یوه ځای کې له مینځه یوسي، په بله سیمه کې به را ښکاره شي.«۳»

د سوریې او عراق اوسنی حالت همداسي دی، په مسلمان امت باندې سختي او مصیبتونه تر هغې کچې ډېر دي چي د دې سیمې ټول خلک ورڅخه اغېزمن دي او د حل لارې لپاره یې ډېرې زیاتې هڅې شوې خو تر اوسه یې هیڅ مثبتې پایلې نه دي ورکړې.

د رسول الله (ص ) احادیثو ته په کتو سره به د دې حالت وروستۍ پایله د هغه جنګ پېښدل وي چي بشري تاریخ به یي ساری نه وي تجربه کړی.

له ابو هریره ( رض ) څخه روایت دی چي فرمایي: قیامت به تر هغه وخته پورې رانشي تر څو چي د فرات سیند نه وي وچ شوی او له لاندې نه یې د طلا غر را ښکاره شي او خلک به د هغه د لاس ته راوړو لپاره جګړې وکړي، په هرو ۱۰۰ کې به ۹۹ کسه ووژل شي او د دغو هر یو به وایي چي زه به له بچ کېدونکې څخه اوسم «۴».

د فرات سیند د وچېدو په حال کې دی او د نفتو غټې ذخیرې ( توره طلا ) د دې سیند په اوږدو کې دی، هغه سیند چي سوریې او عراق ته د نړیوالو زبر ځواکو هیوادونو د لېوالتیا د ډېرېدو سبب شوی، د نړیوالو زبر ځواکو هیوادونو دغه لېوالتیا به د داسي جګړې لامل شي چي په ۱۰۰ کې به ۹۹ جنګیالي ووژل شي، په یوه بل حدیث شریف کې راغلې: رومیان به په دې ځمکه کې د دې ارث ( منقولې شتمنۍ ) په وجه سره بېل شي، د مسلمانانو او کفارو تر منځ به ډېرې جګړې تر سره شي او بلاخره به داسي جګړه وشي چي ساری به یې نه وي لېدل شوی چي له وجې به یې حتی په اسمان کې الوتنکې را وغورځېږي او هغه وخت چي وشمېرل شي له هرو ۱۰۰ تنو څخه به ۹۹ وژل شوي وي«۵».    

که لیږ ځیر شو دغه دوه احادیث، د راتلونکې جګړې په اړه د رسول الله ( ص ) وړاندوینه، درې هغه نښې چي په هرو ۱۰۰ جنګیالیو کې به ۹۹ تنه وژل کېږي، الوتنکې به ځمکې ته را لوېږي او داسي جګړه به وي چي ساری به یې بشر نه وي تجربه کړی، نو په اسانه دا درک کولای شو چي دا به کومه مروجه جګړه نه  وي بلکې یوه لویه او اتومي جګړه به وي.

امریکې په پیل کې د فرات د سیند په اوږدو کې پر طلای ذخایرو باندې د سلطې په پار پر عراق په دې پلمه حمله وکړه چي کواکي په دې هیواد کې د ډله ییزو وژنو وسلې دي، خو وروسته یې بیا د خپلې کړې پلمې د دروغو په اړه هم اقرار وکړ، امریکا له عراق وروسته پر سوریې سترګې خښې کړې، تر هغه چي تېر نیژدې وخت روسیې په سوریه کې مداخله وکړه او په دغه هیواد کې د امریکا د اشغال پر وړاندې ستر خنډ شوه، د نړۍ د دواړو زبر ځواکو هیوادونو تر منځ د تېر خوا و شا یو کال ټولې سیاسي خبرې اترې بې پایلې او ناکامې پای ته ورسېدې، د ډیپلوماسۍ له لارې دا نا حل شوې خبرې په داسي حال کې پای ته ورسېدې چي په وروستیو کې دغو دوو هیوادونو یو بل ته د دښمن خطاب او خپلو منځو کې یې یو بل په یرغلګر هیواد تورن کړل.

د امریکې او روسیې تر منځ اړیکې تر دې کچې نازکې شوې چي د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې روسیه داسي وننګوله: روسیه به خپل سرتېري په تابوتونو کې خپل هیواد ته بېرته ساتنه کړي. «۶»

او د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په خپل وروستي غبرګون کې اعلان وکړ: د سوریې په اړه یې له روسیې سره ټولې ډیپلوماټیکې اړیکې پرې کړې. «۷»

الکسندر دوګین د پوتین یو سلاکار چي د پوتین د مغزو په نامه هم مشهور دی وایي چي: امریکایان زموږ کسان بمباروي، دریمه نړیواله جګړه دومره هم نه شي نیژدې کېدای. «۸»

همدارنګه طارق احمد د سوریې نشنلست ګوند استازی وایي: امریکا په سوریه کې دریمه نړیواله جګړه پیل کړې ده. «۹»

او بالاخره د امریکایي ځواکونو ارکان حرب وایي: اوس… د دې لپاره چي د سوریې هوایي حریم په لاس کې ولرو باید له روسیې او سوریې سره جګړه وکړو. «۱۰»

 

سیاسي شنونکي د امریکې او روسیې تر منځ د نازک حالت او مخامخ کېدو په اړه اندېښمن دي او په دې اند دي چي د سوریې جنګ پوځي حل لار نه لري او که چېرته دغه هیوادونه د سوریې په اړه له خپل دریځه په شا نه شي او خپلو روانو پالیسیو ته دوام ورکړې، کېدای شي د دغو هیوادونو تر منځ مستقیمه جګړه چي د اتومي جګړې لامل کېدای شي رامنځ ته شي.

د سوریې خراب حالت او د نړۍ د دوو زبر ځواکو هیوادونو او د هغوۍ د متحدینو اختلافات نړیوالو ته ښې پایلې نه لري، خو لکه څنګه چي ښکاري صیهونیستان د نړۍ د کوچني کېدو لپاره په هیڅ ډول جنایت سرپه نه کوي، د دې لپاره چي اسراییل یو پیاوړی او زبر ځواک هیواد شي یا هم باید اسراییل لوی شي چي دا نا ممکن برېښي او وروستی اپشن یې هم د نړۍ کوچنۍ کېدل دي چي دا کار بیا د اتومي جګړه په مټ شوني دی.

لکه څنګه چي رسول الله (ص ) فرمایلي دي: د لویې جګړې او استانبول د فتحې تر منځ به شپږ کاله وي او دجال به یې په اووم کال ظهور وکړي. «۱۱».

له لویې جګړې وروسته بیا د دجال تر راتګه اوه کاله فاصله ده، په دې جریان کې به زبر ځواکو هیوادونو یو او بل له منځه وړي وي، اسراییل چي همدا اوس د خپلو استازو په مټ نړیوال استبداد ته دوام ورکوي خپله به لاس په کار شي او و به غواړي چي د یوه زبر ځواک هیواد په توګه را مخکې شي، چي د دجال تر ظهوره وړاندې به حضرت امام مهدي ظهور وکړي، او تاریخ به د عیسی ( ع ) په راتلو سره پای ته ورسېږي.

 

الله ( ج ) پر هر څه ښه پوهېږي.

 

References

<1> Harun Yahya; Holocaust Deception; p15
<2> Freemasonry Templars and occultists; p 109,135, 136 René Le Forestier;
<3> Kenzul Ummal, Book of Some Thoughts on Doomsday, Vol. 5, p. 38-39
<4> صحیح مسلم او صحیح بخاري
<5>   صحیح مسلم 6927 حدیث
<6> https://sputniknews.com/military/20161001/1045892045/body-bags-war-russia-usa.html
<7> http://www.nbcnews.com/storyline/syria-peace-talks/united-states-suspends-contact-russia-syria-n658741
<8> http://21stcenturywire.com/2016/09/29/syria-alexander-dugin-world-war-3-could-be-very-close/
<9> https://sputniknews.com/politics/20160922/1045602725/wwiii-in-syria.html
<10> https://www.rt.com/usa/360317-carter-dunford-syria-russia-senate/
<11> صحیح مسلم


یادونه: په نن ټکی اسیا کې خپرې شوي لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

یوه تبصره

  1. الجاج استاذ بیانزی

    افغان صاحب ، ډیره مننه تاسی د معلومات سره سل به سلو کی توافق لرم او زه به هم څه ورسره زیات کړم :
    الله ج ته هر څه اسان دی جه بی عواملو یی هم تر سره کړی دا زمکی او اسمانونه او ټول کاینات او هغه څه چه مونږ یی په اړه تر اوسه یوه ذره معلومات هم نه لرو د ( کن فیکن ) یعنی وشه او وشول په یوه امر تر سره شول مګر دا چه انسانانو ته یی د زمکی دمدیریت د پاره متفکر ماغزه ورکړل او د متفکر مغزو او مهربانو زړونو به لرلو او کارولو یی د خلافت مقام ( د زمکی مدیریت ) ور په برخه کړل د انسانانو به ماحول کی الله ج انسانانو ته د هغو د زده کړی د باره هر څه په عواملو او شواهدو متکی کړل مثلا د باران د جوړولو د پاره یی ځانګړی عوامل جوړ کړل ، همداسی د یو ژوندی شی د مرګ د پاره ځانګړی عوامل جوړوی او هر ژوندی شی د ژوند ځانګړی دوره لری زمکه او دغه مجموعی زوند ټول یوه ځانګړی دوره لری له هغه دوری وروسته زړیږی او له منځه ځی مګر د دغه زړښت او منځه تللو د باره یی ورته ځانګړی عوامل ټاکلی چه یو عامل یی خبله همدغه متفکر انسان دی چه د خبل تفکر د افراط په نتیجه کی خپل ځان او هغه ماجول چه دی او نور بکی اوسیږی د ټولو د تباهی سبب ګرځی .
    زما مطلب له پورتنی تبصری څخه ستاسی د لوی جنګ په اړه د مستندو دلایلو او عواملو تاییدول دی چه انسان په لوی لاس د خبلو تباهی وسایل جوړ کړی او کارولو ته یی زمینه سازی کوی ، وایی نن دی که صبا دا مال د زرغونشا، نن دی که صبا دغه لوی جنګونه به خامخا د همدغه متفکرو چه ځانو ته لوی قدرتونو هم وایی خپله د دسته جمعی مرګونو وسیلی جوړوی او نور تری منح کوی یعنی نور خلع سلاح کوی . همدا نړیواله تودوخه د همدغه افراطی صیعت له مخی رامنځته شوی او به ډیر سرعت سره حرکت لری ، همدا بیلابیلی ناروغی چه څه په خبله ددوی د هوا ، اوبو او خاوری د ملوثتیا په نتیجه کی او حه دوی قصدا د بیالوزیکی ، کیمیاوی او ذروی وسلو او بمو په واسطه بی شمیره ناروغیو سبب شوی او سبب کیږی حه د نشه توکو په تولید ، توزیع او ترویج او حه د هر دول بد اخلاقیو د شځو او نارینه وو دلواطت او همجنسبازیو پوری چه د هر ډول ناروغیو سبب کیږی او هر دول مافیاوی بانډونه او ځانګړی شخصی نظامی قطعات جوړونی او کارونی او په ټوله نړی کی څارنی او پلتنی او داسی نور تول د دی ژوندو موجودانو د ټولو مور ( زمکی ) د زوند د ختمیدو سبب کیږی دا اوږ بجث دی په یوه تبصره کی به د ځینو ورونو د باره خسته ګی رامنشه کړی مننه