نړۍ

چین سپوږمۍ ته خپله لومړۍ مصنوعي بیړۍ ولېږله

دا بیړۍ چې چانګو نومیږي تېره ورځ يې په بریالیتوب سره د سپوږمۍ په سطحې یې ناسته وکړه. پدې بیړۍ کې د یوتو (سوې) به نامه یو کوچنی پرمختللی موټر هم شته دی چې د سپوږمۍ په سر به د ډبرو او نورو منرالونو به اړه تصوریرونه او معلومات راولېږي.
چانګو د چین په افسانو کې د هغې الهې نوم دی چې په خطا سره يې د تلپاتې ژوند دارو خوړلي او د يوې سوې سره د نړۍ نه د سپوږمۍ پر لور خیژي. د چينايانو په ګومان دا الهه د نېک نیت، ښېګڼې او خوښۍ راوستلو دنده لري.
د چین د فضایي چارو کارپوهان وايي چې سپوږمۍ ته لېږل شوې بیړۍ هم ورته دنده لري. دا بیړۍ او ځانګړی موټر به د یو لړ علمی چارو د پرمختګ په برخه کې مرسته وکړي.
دا لومړۍ مصنوعي بیړۍ ده چې د چینایي پوهانو لخوا فضا ته لېږل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x