کور پاڼه / دیني، سیرت او تاریخ / محرم الحرام میاشت او عاشورا «څلورمه برخه»

محرم الحرام میاشت او عاشورا «څلورمه برخه»

احمد الله  عاطفي
دلمرحرکت دوه ډوله څرګند شوی ،چې یويې طبعی(اصلي) اوبل يې عارضي.

دلمر اصلی حرکت ( دوره) یا زمکه دلمر په مدار په( ۳۶۵ )ورځو تقریباً شپږو ساعتونو، (۴۸ )دقیقو او( ۵۱ ) ثانیو کې سرخي، چې دی پشپړ مدار څرخیدو ته لمریزکال وايې ،او عارضی دوره يې(  ۲۴ ) ساعته چې په ترڅ کې شپه او ورځ څرګندیږي او لمریز کال څخه څلور فصلونه( پسرلی ، اوړی ، منی او ژمی) تر لاسه چې هر فصل يې په دریو میاشتو احاطه لري،چې دڅلور واړه فصلونه په  دولس میاشتو ویشل شوي:
وری  (حمل )
غويی ( ثور )
غبرګولی (جوزا)
چنګاښ (سرطان)
زمری ( اسد)
وږی (سنبله )
تله (ميزان )
لړم ( عقرب )
ليندۍ ( قوس )
مرغومی ( جدي )
سلواغه (دلو )
کب (حوت )
هره میاشت څلور اونۍ لري او هره اونۍ اووه ورځې ده:
چې د اونۍ د ورځو پښتو نومونه عبارت دې له نۍ (خالي)، يو نۍ، دونۍ، درېنۍ، څلورنۍ (څلنۍ)، پينځنۍ (پنځنۍ) او جمعه (ادينه).
دکال اوږده ورځ دچنګاښ لمړی نیټه او دکال اوږده شپه دلیندۍ دیرشمه یعنی دلیندی داخری ورځی دلمر پریوتو څخه دمرغومی لمړيۍ ورځ دلمر خاته پورې،چې دی شپی ته  دیلدا شپه هم وايې.
دلمریز کال لمړی شپږ میاشتې(وری،غويی، غبرګولی،چنګاښ، زمری ، وږی) یو دیرش ورځې او پنځه نوريې(تله، لړم،  ليندۍ، مرغومی ، سلواغه) دیرش ورځي او دکال وروستی میاشت (کب) په ځانګړیو کلونو(کبیسه) کې دیرش ورځي او په عام کلونو کې نهه ویشت ورځی دورانیه لري، کبیسه کال  معنی داچې په هرو څلورو کلونو کې ، یو کال دورځو شمیر ۳۶۶  ته رسیږی چې همدی کال ته کبیسه کال وايې او عادی کلونو شمیر ۳۶۵ ورځی وي.
سپوږمیز (لیږدیز)
زمونږ روان تاریخ هجری سپوږمیز، لیږ دیز(هجری قمري) او همداراز هجری لمریز،لیږدیز(هجری شمسي) دواړه دسیدنا حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دمکې نه مدینې ته دمبارک هجرت په اړوند دود او مروج شوی.
په تیرو ادیانو او قومونو کې بیلا بیل تاریخونه دود وو،چې دیو ستری پیښی اوبدلون په رامینځ ته کیدو مروج شوي وو،مثلاً دابراهیم خلیل الله داسمانی دین دهغه وخت لارویانو خپل تاریخ له هغه نیټی ونیوه په کومه ورځ چې سیدنا حضرت ابراهیم خلیل الله دنمرود له اوره خلاصون تر لاسه کړ، زیږدیز کال دسیدنا حضرت عیسی علیه السلام د پیدایښت له ورځی نیول شوی، هبراني تاریخ دبني اسرائلوخلاصون دفرعون له ظلمونو او دفرعون دغرقیدا له ورځی نیول شوی،همداراز  چیني، هندي، زر تشتي… او تر دی چې دمکې او څیرمه سیمو عربانو خپل وروستی تاریخ  دابره الشرم درسوا ماتی او شرمیدلی مرګ له پیښې دفیل کال(عام الفیل) نه مروج کړی و،رسول الله صلی الله علیه وسلم  مبارک میلاد په اړوند مشهور تاریخ پوهان وايې: دامبارکه پیښه  دعام الفیل په لمړی کال ،چې همدا ورځ  دنوشیر وان دپاچاهې څلویښتم جشن و رامیځ ته شوي وه.
نوربیا…….

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ