افغانستان

طالبان: داسي ښکاري چي کرزي حقیقت درک کړی، او الله دی وکړي چي همداسي وی

نن ټکی آسیا: څو ورځي وړاندي په کابل کي د ولس مشر حامد کرزي په غوښتني را غوښتل شوي لويي جرګې په غالب اکثریت سره فیصله وکړه چي باید د افغانستان او امریکا تر منځ دوه اړخیزه امنیتي تړون سند لاسلیک شي، او امریکا ته د راتلونکو لسو کلونو لپاره فوځي قرارګاوي ورکړه شي.

خو د افغانستان اوسني ولس مشر حامد کرزي د مشورتي لويي جرګې په اختتامي مجلس کی یو ځل بیا ټینګار وکړ چي امریکایان باید افغانستان ته لومړی امنیت راولي، او دوهم د وسلوالو طالبانو سره د حکومت جوړه ور وکړي، او بیا د استراتيژیک تړون خبره وکړي.
د ښاغلي کرزي دا طرحه د افغانستان د ولس اکثریت خوښه کړه، او پر هغه سربیره د امریکایانو په خلاف وسلوالو مقاومت کونکو هم د کرزي دا موقف وستایه.

د حزب اسلامي ګوند د مشر ښاغلي حکمتیار له خوا ولس مشر حامد کرزي ته په یوه لیک کي وویل شول، چي نوموړی باید خپل موقف باندي ټینګار وکړي، او اقلا د خپل ولس مشرۍ په موده کي دغه تړون لاسلیک نه کړي، او کوشش وکړي چي خپل ماضي په دغسي یو کارنامې سره جبران کړي.

بل لور د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد له لوري رسنیو ته په یوه لیږل شوي لیک کي ویل شوي چي د کابل د ادارې مشر حامد  کرزي اوس ظاهرا له دې پرېکړي سره په مشروط ډول مخالفت څرګند کړ، که نوموړی په دې مخالفت کې ريښتینی وي، داسې ښکاري لکه حقیقت یې چې درک کړی وي، الله دې وکړي چې دغه مخالفت په رښتیا دافغاني غیرت او د ولس په کړاوونو د درېدو له کبله وي.

او زیاته کړي چي اوس ټول افغانان په دې پوهیدلی چي امریکایان او یرغلګر هیڅ کله د افغانانو مصالحو ته ژمن نه دي، هغوی دافغانانو پروا نه لري، بلکي ټول خپل مصلحت ته ګوري.

په دې اړه د طالبانو د ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد له لوري رسنیو ته لیږل شوی لیک په لاندي ډول دی:

له یرغلګرو سره د تړون په تړاو د کرزي د وروستي دريځ په هکله د افغانستان داسلامي امارت اعلامیه

ټولو ته معلومه ده چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د یرغلګرو له خوا د ګران هېواد په اشغال کې د کرزي په شمول څو د ګوتو په شمار څېرو مهم رول ولوبولو، که دوی له یرغلګرو سره لاس نه وای یو کړی، د یرغلګرو لپاره یې لارې نه وای جارو کړې، یرغلګرو په هېڅ ډول نشوای کولی چې زمونږ ګران هېواد اشغال، مظلوم او کړېدلی ولس مو له ګڼو ناخوالو او لویو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي.

ټولو ولیدل چې یرغلګرو او ورسره ملګرو یې د دغه دولس کلن اشغال په ترڅ کې زمونږ د ګران ولس په لسهاوو زره بچیان شهیدان کړل، په لسهاوو زره یې ټپیان کړل، په لسهاوو زره یې زندانونو ته واچول، په سلهاوو زره یې له کلیو اوکورونو څخه وشړل او هجرتونو ته یې مجبور کړل، کلي، کورونه، جوماتونه، د واده د دخوښیو مراسم، جنازې او دعامو خلکو کاروانونه یې بمبار کړل، یوازې په دې یې بسنه ونه کړه، د ټولو مسلمانانو مقدساتو ته یې د افغان مجاهد ولس په خاوره کې سپکاوی وکړ، قرآن کریمونه یې وسوځول، په نامناسبو ځایونو کې یې وغورځول! دیني علما یې و کړول، مدرسې یې بمبار کړې!  او د عامو خلکو د کورونو بمبارول خو همدا اوس هم روان دي.

اشغالګرو دولس کاله دا هر څه د ملګرو ملتونو د اجازې تر نامه لاندې تر سره کړل، اوس غواړي د یو څو پلورل شویو څېرو په واسطه د افغان ولس د رضایت او خوښې تر نامه لاندې خپلو جنایتونو ته دوام ور کړي، د همدې لپاره یې یو څو د خپلې خوښې کسان د فرمایشي لویې جرګې تر خیمه لاندې سره را ټول کړل، په داسې حال کې چې د امریکې سفیر ورته ناست و او د خپلې خوښې پرېکړه یې پرې تایید کړه.

دا چې د کابل ادارې مشر کرزي اوس ظاهرا له دې پرېکړي سره په مشروط ډول مخالفت څرګند کړ، که نوموړی په دې مخالفت کې ريښتینی وي، داسې ښکاري لکه حقیقت یې چې درک کړی وي، الله دې وکړي چې دغه مخالفت په رښتیا دافغاني غیرت او د ولس په کړاوونو د درېدو له کبله وي، د افغان ولس اراده او غوښتنه ټولو ته معلومه ده چې په هېڅ ډول په خپله پاکه خاوره کې د اشغالګرو شتون نه مني او نه یې زغملی شي، که کرزی په رښتیا د خپل ولس ارادې ته غاړه ږدي، او غواړي چې د افغان کړیدلي او ځورېدلي ولس پر ټپونو د مرهم اېښودو لامل وګرځي، نور د افغان ولس پنځه دیرش کلنو ستونزو ته د پای ټکی کېښودل شي، او په راتلونکي کې د افغان ولس د وینو توېېدو مخه ونیول شي، باید له یوې مخې پرته له کوم شرطه له دغه تاریخي شرم څخه ځان او ولس وژغوري. اسلامي امارت لکه څرنګه چې مخکې ويلي اوس یو ځل بیا وايي چې د افغانستان د ستونزې اساسي عامل د اشغالګرو شتون دی، په دې به اوس ټول پوهېدلي وي چې یرغلګر له خپلو مصالحو پرته بل هېڅ شي ته ژمن نه دي، نه د افغانانو پروا لري او نه یې د ګټو او مصلحتونو، که اشغالګر د افغان مجاهد ولس له خاورې نه په بشپړه توګه ووزي په پوره باور سره ویلی شو چې افغانان ددې وړتیا لري چې خپلې ستونزې د پردیو له شتون او مداخلې پرته په خپله سره هوارې کړي، باید وویل شي چې د یرغلګرو بشپړ وتل په حقیقت کې د افغاني تفاهم لپاره لاره هوارولی شي.

د افغانستان اسلامي امارت

۱۴۳۵/۱/۲۹هـ ق

۱۳۹۲/۹/۱۱هـ ش ــ 2013/12/2م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x