کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / په تیره میاشت کې دوه زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په تیره میاشت کې دوه زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۲۳مه ۱۳۹۵ل): پژواک خبري اژانس د خپلو راپورنو او شمېرو له مخي ویلي چې یوازي په تېره میلادي میاشت کې په افغانستان کې د جګړو، بمباریو او چاودنو له امله دوه زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

دغه اژانس ویلي چې یادي شمېرې د تیري «سپتمبر» میاشتي دي، کومي چې بیا هم د وړمي میاشتي «اګست» په پرتله ۳۵ سلنه د مرګ ژوبلي له پلوه او ۲۵ سلنه د جګړو له پلوه کمي دي.

په تفصیلي راپور کې راغلي چې په تېره میاشت کې په ۲۷ ولایتونو کې ۱۴۳ نښتي شوي، چې له امله یې ۱۰۶۵ کسان وژل شوي او ۷۲۷ کسان نور ټپيان شوي دي.

په راپور کې دا نه دي ویل شوي چې په دغه شمېرو کې مرګ ژوبله کوم اړخ ته ډېره شوې، ځکه چې د اړخونو د متضادو شمېرو له امله د قربانیانو دقیق تفکیک ناشونی دی.

په راپور کې راغلي چې زیاتره مرګ ژوبله په روزګان کې را منځته شوې چېري چې ۴۰۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د راپور سره سم په مخامخ نښتو کې ۹۴۳، هوايي بریدونو کې ۴۵۹، سرتیري بریدونو کې ۱۹۰، د سړک د غاړي ماینونو کې ۷۳، وسله وال بریدونو کې ۷۲ او چاودنو کې ۵۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د شنوونکو په نظر په افغانستان کې به ښکېلي خواوي کله هم یو پر بل د جګړې په زور برلاسي نه شي، ځکه نو دوی ته په کار ده چې د سولي لپاره چمتوالی وښيي او د ولس د سوکالی په خاطر یو بل ته په خپلو دریځونو کې نرم والی راولي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ