کور پاڼه / دیني، سیرت او تاریخ / هغه څه چې په مسلمان یې پېژندنه لازمه ده

هغه څه چې په مسلمان یې پېژندنه لازمه ده

لیکوال: شهید عبدالقادر عوده
ژباړن: مولوي محمد یونس خالص رحمه الله

موږ مسلمانان په اسلام فخر کوو او په دې خوښیږو چې اسلام ته منسوب شو، خو له بده مرغه چې د اسلام په ضروري احکامو نه یو خبر او د اسلام مقومات او محکمې ستنې مو له  لاسه ورکړي دي.

د اسلام احکام او مقومات (ستنې) یې:

د اسلام احکام هغه مبادي او نظریات دي چې په قرآن کې راغلي او رسول الله صلی الله علیه وسلم راوړي دي. د دغو مبادي او نظریاتو مجموعې ته موږ اسلامي شریعت وایو. نو شریعت له هغو مبادي او نظریاتو څخه عبارت دی چې اسلام د توحید، ایمان، عباداتو او شخصي احوالو، جرایمو، معاملاتو، اداره، سیاست او نورو چارو کې راښولي دي.

د اسلام د مقوماتو غټ مقوم او کلکه ستن په احکامو عمل کول دي، ځکه اسلام یواځې همدې د پاره مېنځته راغلی چې احکام یې وپېژندل شي، ښوونې او شعایر یې عملي شي نو په دې اساس چا چې اسلامي شریعت شاته وغورځاوه او بې عمله یې پرېښود هغه پخپله اسلام شاته وغورځاوه او معطل یې کړ.

نور بیا..

کمپوز: عزت الله شرافت

کتاب: اسلام د ضعیفو پوهانو او ناپوهو ځوانانو ترمنځ (چاپ ۱۹۷۷)

یادنه: که تاسو هم غواړئ چې د نن ټکی اسیا لپاره یو کتاب کمپوز کړئ، د اړیکو له لاري راسره په تماس کې سئ. مننه


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ