افغانستان

طالبان: د یرغلګرو وتل د افغاني تفاهم لپاره لاره هوارولای شي

نن ټکی آسیا: د طالبانو له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کي د کرزي هغه موقف چي د امریکایانو څخه یې غوښتي چي باید افغانستان کي لومړی امنیت او سوله راولي، او بیا د استراتيژیک تړون خبره وکړي، ستایل شوی، او ویل شوي چي که کرزی په خپل دې موقف کي ریښتینی وی، نو داسی ښکاري لکه حقیقت چی یې درک کړی وي.

باید وویل شي چي په افغانستان کي د امریکا د دايمي اډو غوښتونکي او حمایت کونکي ویره لري چي که امریکایان د افغانستان څخه ووزي نو په افغانستان کی به یو ځل بیا د کور دننه جګړه د پخوا په شان شروع شي، او هغه افغانان چي د امریکایانو په تیره ۱۳ کلنه دوره کي افغانستان ته راغلي، هغه به بیا اړ کړه سي چي افغانستان پریږدي، او افغانستان کي یې شتمنۍ او نورو پانګو ته ضرر ورسیږي.

د طالبانو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کي همدې ویری ته په جواب کي ویل شوي چي که امریکایان او اشغالګران د افغانستان څخه په بشپړه توګه ووزي، نو طالبان په پوره باور سره ویل شي چي افغانان ددې وړتیا لري چي خپلي ستونزي د پردیو له شتون او مداخلې پرته په خپله سره هوارې کړي، باید وویل شي چې د یرغلګرو بشپړ وتل په حقیقت کې د افغاني تفاهم لپاره لاره هوارولی شي.

باید وویل شي چي په کابل کي د اوسنۍ واکمني ادارې سره د طالبانو او د هغوی د حمایت کونکو د مخالفت تر ټولو لوی لامل همدا په افغانستان کي د بهرنیو شتون دی، چي د دوی په وینا یې هیڅ یو غیرتي افغان نه شي زغملای.

او زیاتوي چي د افغانانو اکثریت اوس دا ډیره ښه درک کړي چي امریکایان په افغانستان کي د افغانستان دمصلحت لپاره نه دي راغلي، بلکي خپل مصلحتونه او موخي لري او نور د افغانستان او افغانانو هیڅ مصلحت ته ژمن نه دي.

د طالبانو د دې مهمي اعلامیې بشپړ متن په لاندي تړوني تر لاسه کولای شی:

http://nunn.asia/index.php/news/afghanistan/8545

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x