
پاکستان : په وسلوالو بریدونو کي درې ایف سي فوځیان او یو د پولیسو افسر وژل شوي
نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۲۳مه ۱۳۹۵ل):د پاکستان د بلوچستان ایالت په کویټه ښار کي د وسلوالو په برید کي څلور ایف سي فوځيان وژل شوي او یو تن هم ټپي شوی دی .
د پاکستاني رسنیو له خبر سره سم نن غرمه مهال د کویټې ښار د سبزل سیمي په عبدالله جان چوک کي وسلوالو کسانو د ایف سي په فوځيان ډزي وکړلې دوه تنه يي ووژل او یو تن يي ټپي کړ ، ټپي شوی فوځي وروسته په روغتون کي مړ شو .
ویل کیږي چي له برید وروسته ایف سي ځواکونو په سیمه کي تلاشي پیل کړه او ۳۰ کسان يي له برید سره د تړاو په تور ونیول .
د برید پړه تر دي دمه چا په غاړه نه ده اخستي .
همدا رنګه د پيښور د فقیر اباد تاڼي سره د وسلوالو په برید کي د پولیسو یو تن افسر وژل شوی دی .
له یوه بل خبر سره سم تیره شپه د بلوچستان ایالت په سبي ښار ګوټي کي څلور تنه د تعمیراتي کمپنی کارکونکي هم وسلوالو کسانو تښتولي دي ، د یادو کسانو د تښتولو پړه د یونایټیډ بلوچ ارمي په نوم د بلوچستان د ازادي غوښتونکو ګوند په غاړه اخستي .
بلخوا د پاکستان به کرم ایجنسي کي هم د پاکستاني فوځیانو په پوسته سرتیری برید شوی ، د پاکستاني فوځ ویاند وایي چي دي برید کي ددوی ۳ تنه سرتیري ټپیان شوي ، خو د پاکستان طالبانو ویاند محمد خراساني د ایمیل له لاري خبریالانو ته په لیږل شوي خبرپاڼه کي ویلي دي چي په دي سرتیري برید کي ګڼ شمیر پاکستاني فوځیان وژل شوي دي .
هر چا چی مردار کړی دیی له بهترینو غازیانو څخه باید وشمیرل شی.