کور پاڼه / دیني، سیرت او تاریخ / شرعي احکام تجزیه نه مني

شرعي احکام تجزیه نه مني

لیکوال: شهید عبدالقادر عوده
ژباړن: مولوي محمد یونس خالص رحمه الله
کتاب: اسلام د ضعیفو پوهانو او ناپوهو ځوانانو ترمنځ (چاپ ۱۹۷۷)

شرعي احکام نه تجزیه کیږي او نه انفعال قبلوي د دې وجه یواځې دا نه ده چې موږ لومړۍ وویل چې دا د شریعت د غرض سره جوړښت نه لري، بلکې د دې وجه دا ده چې د اسلامي شریعت نصوص پخپله لکه څنګه چې په ټولو احکامو ایمان لازم بولي او د ځینو منل او په ځینو کافر کیدل منعه کوي همدا راز په ټولو احکامو عمل هم لازم بولي او اجازه نه ورکوي چې په ځینو یې عمل او ځینې یې شاته وغورځول شي نو که چا په دې خبره باور او عمل ونه کړ هغه د الله تعالی د دې حکم لاندې راځي چې فرمایي:

ژباړه: آیا تاسو د الهي کتاب په ځینې برخه ایمان راوړئ او په ځینې نورو کافر کېږئ؟ نو څوک چې ستاسو څخه دغه کار کوي، د هغه لپاره بې له دې څخه چې په دې دنیوي ژوندانه کې رسوا شي او دقیامت په ورځ به سخت عذاب ته وروستلای شي بله کومه جزا ده؟

هغه قرآني نصوص چې په ځینو شریعت عمل کول او په ځینې نور شاته غورځول یې حرام کړي دي، په لاندې ډول دي:

0-    سورة بقره، آیت (۱۵۹-۱۶۰)، {ان الذین یکتمون ما انزلنا من البینات…}

0-    سورة بقره، آیت (۱۷۴-۱۷۵)، {ان الذین یکتمون ما أنزل الله من الکتاب…}

0-    سورة مائده آیت (۴۴)، {فلا تخشوا الناس واخشون…}

0-    سورة نسآء آیت (۱۵۰-۱۵۱)، {ان الذین یکفرون بالله ورسله…}

0-    سورة مائده آیت (۴۷۵)، {و أنزلنا الیک الکتاب بالحق… لقوم یوقنون…}

په دې ټولو آیتونو کې په دې خبره زور اچول شوی دی چې د اسلامي شریعت د ځینو احکامو منل او عملي کول او ځینې یې نه منل او شاته غورځول داسې دي لکه له سره یې چې یو حکم هم نه منلی او نه عملي کړی وي او موږ په دې پوهوي چې مسلمانان هله د دنیا او آخرت نیکمرغي ګټلی شي چې هم اسلامي ګرد احکام ومني او هم یې تر وسې عملي کړي.

نور بیا..

کمپوز: عزت الله شرافت

کتاب: اسلام د ضعیفو پوهانو او ناپوهو ځوانانو ترمنځ (چاپ ۱۹۷۷)

یادنه: که تاسو هم غواړئ چې د نن ټکی اسیا لپاره یو کتاب کمپوز کړئ، د اړیکو له لاري راسره په تماس کې سئ. مننه


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ