کور پاڼه / مقـــــالی او تبصرې / اسیران څوک زوروي؟ طالب که حکومت؟
bandyan.etisaab

اسیران څوک زوروي؟ طالب که حکومت؟

عاکف مهاجر

پرون مې دډیرو طالبانو په دیوالونو دفیسبوک په نړی کې ولیدل چې طالبانو اته هغه سرتیري سره صلیب ته داوچت معیار تداوي لپاره وسپارل چې څو ورځې مخکې یې دهلمند ولایت کې دجګړې په دوران کې نیولي وو داهغه بندیان وو چې ټپونه یې زور وو سمدستي مې دوه هغه پیښې رایادې شولې چې دحکومت عسکرو له طالبانو سره کړې وې دطالبانو دسقوط به پنځم یا څلورم کال وو دلوګر ولایت دکلنګار په سیمه کې یو زخمی طالب دحکومت عسکرو ونیولو یواځې له سر سرکي پټۍ پرته هغه هم څو ورځې پس نور یې هیڅ نه ورکول تر دې چې زخم یې خراب شولو او اوس کلونه وروسته یې هم لاس خراب ده دټول عمر لپاره یې لاس معیوب شو دوهم یوه ویډیو چې غالبا دغزني ولایت به وي چې یو شپون دطالب په نامه له رمې راوستل کیږي او په صحرایي محکمه کې غیر له تحقیق او پرسش نه په صحرا کې دمرمیو تر باران لاندې وژل کیږي هغه دحکومت دعسکرو چلند له طالبانو سره او دادطالبانو چلند له عسکرو سره،خو بیا هم طالب وحشتګر او دهشتګر یادیږي او دنړی یو ظالمه طبقه خلکو ته ور پیژندل کیږی سره له دې چې همدا دوه پیښې نه دي بلکې سلګونه داسې نورې دي او دطالبانو دترحم هم سلګونه شته خو ولې بیا هم یو دهشتګر او بل بشردوست معرفي کیږي.

نړی اوس د زورورو تر زور لاندې ده دتلې کومه خوا چې درنه وي هر کس هغه طرف ته زور کوي یو طرف ته مغرور په وسلو سمبال غربي طاقت بل طرف ته په ظاهري بڼه کمزوری خو په معنوي لحاظ قدرتمند خالي لاس طالب ده نو دامریکا دپلویانو لخوا بشرپال طالب تروریست معرفی کیږي خو بلخوا بیا بشرخور بالعکس بشردوست معرفي کیږی.
تر څو به دیو بل دوینو تږي یو طالب باید په عسکر رحم وکړي او تر کومه یې چې وس وي ژوند یې وژغوري،خو بلخوا بیا عسکرجانه ته دې هم په بندي طالب دټوپک ماشه مه چلوه څلور ورځې دمخه بغلان کې کمانډویانو شپږ اسیر طالبان یوه ضربه کړي وو او ځای پرځای یې وژلي وو.

په بل رحم وکړه په تابه هم رحم وشي.

باید دواړه اړخه دجګړې اصول مراعات کړي اسیرانو باندې کمال ترحم وکړي جنرال رازق او دوستم او نور دې له ملا منان زده کړي جبار قهرمان دې دطالب دوژلو لاپې نه وهي.


یادونه: په نن ټکی اسیا کې خپرې شوي لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ