کور پاڼه / دیني، سیرت او تاریخ / د الله (ج) یاد ، عاجزي او ننواتې د سوبو باب

د الله (ج) یاد ، عاجزي او ننواتې د سوبو باب

لیکنه – خالد منهاج

( وَ مَا رَمَیْتَ اِذْ رَمَیْتَ وِ لَاکِنَّ اللهَ رَمَی )
ترجمة : تا نه دي ويشتي (محمده) چې کله تا ويشتل ، مګر الله (ج) و ويشتل.

د الله جل جلاله ملګرتیا ، رحمت ، مغفرت ، فتحې او کومک د خپلو مؤمنو ، عاجزو ، عابدو او ذاکرو بندګانو سره وي ، الله (ج) د مؤمنانو یوه وړوکې حق ټولي ته د کافرانو او د هغوی د حليفانو پر لویو مجهزو لښکرو بری او غلبه ورکوي.

دا یو تاريخي مسَلّم حقيقت دی چې د رحمان وړه ډله د شیطان پر لویه ډله د رحمان په ځانګړې مرسته غالبه شوې ، خو د بریا او نصرت شرط دادی چې الله (ج) د خپلو مؤمنو بندګانو څخه اخلاص ، عاجزي ، توکل او د الله تعالی یادون غواړي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم، هم د دښمنانو سره د مقابلې پر مهال یوازي د الله (ج) څخه مرسته غوښتل ، الله (ج) ته یې د عاجزۍ سر ټيټاوه او استغفار یې وایه او خپل ملګري (صحابه کرام رض) یې هم په عاجزۍ او یوازي د الله (ج) نه په مرسته غوښتنه امر کول ، همدا وجه وه چې هغوی د جهاد په هر ډګر کې بریالي او فاتحین وه ، د کافرانو لوی لوی امپراتورۍ یې نسکوري کړې او د نړۍ ګوټ ګوټ ته یې د الله (ج) دین ورساوه.

دا نن چې د هیواد پر هر لوري د مؤمنو مجاهدینو د لویو فتوحاتو زېري اورو او د کفارو لوی لوی مراکز فتحه کیږي ، دا جوتوي چې مجاهدین ښه اخلاص ، پاک نیت ، په خپلو کې اتفاق ، هماهنګي ، ټینګه اراده ، پر الله (ج) توکل او سمه عاجزي لري او الله (ج) یاد ساتي ، کنه نو نن به د الله (ج) مرسته ورسره نه وه.

خو دا چې مجاهدین هم انسانان دي ، هیره او خطا لري ، نفس او شیطان لري ، په جګړه کې شکېل دي ، نو کله کله د فتوحاتو پر مهال په لاشعوري توګه ځیني نامناسب اقدامات ځيني صادريږي ، نفس او شیطان یې غلطوي ، یا د دښمن لخوا ناوړه حرکات یې دې ته مجبوروي چې دوی هم ناوړه عکس العمل وښیې یا کله نا کله غرور او تکبر وکړي ، چې دا یې د دې باعث کېدلی شي چې خدای نخواسته د الله (ج) نصرت ځني منع یا کم شي.

که واقعیت ته سر ورښکاره کړو نو دا ثوبې او فتحې د مجاهدینو خپل کمال نه دی ، نه د دوی غښتلتیا او شجاعت دی ، نه د دوی جنګي وسایل ، زري ټانګونه او پوځي روزنه ده ، نه د دوی عقلي پوهه او تجربه ده ، دا یوازي او یوازي د هغه ذات ځانګړې مرسته ده چې د نیل په سيند کې یې فرعونیان غرق کړل او موسی علیه السلام او بني اسرائیلو ته یې نجات ورکړ. دا د هغه رب مرسته ده چې رسول الله (ص) او د ده ملګرو ته یې خیبر فتح کړ.

مجاهدین که امیران دي که افراد ، که په لومړي سنګر کې دي که اکمال کوي ، که نظامیان دي که فرهنګیان ، که د کمېسونونو غړي دي او که د شوارګانو کار کوونکې ، بالخصوص هغه اسلامپال مبارزين چې د اسلام لپاره په سوشل ميډیا (فيس بوک ، ټويټر ، ويب سایټ او ………) کې جهادي مبارزه کوي ، دوی باید د سوبو پر مهال خپل حواس کانټرول کړي ، د الله (ج) لورته مراجعه وکړي ، د الله (ج) اذکار ووایې ، الله (ج) ته د شکر پر سجده پرېوزي ، الله (ج) ته عاجزي او ننواتي وکړي ، د دې پر ځای چې د غرور خبري یا پوسټ او لیکنه وکړي باید د الله (ج) د مهربانۍ ، بخښې او نورو سوبو او فتحو غوښتنه وکړي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ