کور پاڼه / د نن سرمقاله / د هلمند د عملیاتو قومانده ولي بهرنیانو ته سپارل کیږي؟

د هلمند د عملیاتو قومانده ولي بهرنیانو ته سپارل کیږي؟

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

وروسته تردې چې په هلمند ولایت کې دولتي ځواکونه له لښکرګاه ښار څخه د طالبانو د بریدونو په مقابل کې پاتې راغلل ، ویل کیږي چې په یاد ولایت کې د جګړې قومانده بهرنيو ځواکونو ته سپارل کیږي.

د رسنیو د وروستیو رپوټونو له مخې بهرنیو ځواکونو هغه وخت دا تصمیم ونیو چې کله د هلمند ولایت د عملیاتي مسؤل ښاغلي جبار قهرمان او د یاد ولایت د امنیه قومندان اقانور کینتوز ترمنځ لفظې شخړه راغله او یو بل یې د جګړې په ناسمې رهبرې تورن کړ. په دې وروستیو کې د هلمند په شمول په کندوز، روزګان، فراه ، بادغیس او بغلان ولایتونو کې د طالبانو بریدونو شدت موندلی چې له امله یې دولتي ځواکونو ته درانه تلفات اوښتي او ډیرې سیمې یې له واکه وتلې.
مشرانو جرګه او پارلمان د یادو ولایتونو امنیتي چارواکي په خپل منځ کې په نه همغږۍ تورنوي او همدا کار د طالبانو د پرمختګ عامل بولي.

په دولتي سیستم کې تر ادارې فساد وروسته د امنیتي چارواکو ترمنځ نه همغږۍ دوهمه ستونزه ده چې په هیواد کې دولتي حاکمیت ګواښي او نا امني ورسره زیاتیږي او فکر نه کیږي چې په هلمند کې دې بهرنیو ځواکونو ته د جګړې مشري سپارل هلته د جګړو او نا امنیو مخه ونیسي؛ ځکه مونږ ولیدل چې له تیرو ۱۴ کلونو راهیسي په یاد ولایت کې د جګړې ټوله مشري د بهرنیو ځواکونو په غاړه او د ټول هیواد په کچه همالته زیات بهرنیان میشت وو، خو د دې باوجود هلمند د افغانستان په کچه تر ټولو نا آرام او نا امنه ولایت و.

ښايي په هلمند کې بهرنیو ځواکونو ته د جګړې د مشرۍ له سپارلو سره په نوموړي ولایت کې جګړه نور هم زور واخلي؛ ځکه په دې سره له یوې خوا د طالبانو د ا ادعا حقیقت پیدا کوي چې د هغوی په مقابل کې اوس هم بهرني پوځیان جنګیږي او له بلې خوا به داخلي ځواکونه پر دوی باندې د نه اعتماد له وجې نوره هم جنګي روحیه له لاسه ورکړي.

که څه هم چې د ملي یووالي حکومت چارواکي په ټولو داخلي مناسبتونو او نړیوالو کنفرانسونو کې په اداري او امنیتي چارو کې د حکومت د کفایت او غوره والې ادعاوې کوي ، خو په هلمند کې بهرنیو ځواکونو ته د جګړې د قومندې له سپارلو څخه جوتیږي چې حکومت د خپلو داخلي ځواکونو په جنګي او اداري صلاحیتونه بي باوره او غواړي له خپل ځان څخه د دفاع په خاطر د بهرنیو ځواکونو له صلاحیت څخه کار واخلي او د جګړې مشرۍ هغوی ته وسپاري.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ