د نن سرلیکنه

د امنیتي تړون په سر مقابله به د چاپه ګټه پایته رسیږي؟

نن ټکی آسیا – سرمقاله: له کله  چې مشورتې لویې جرګې کرزي ته له واشنګټن سره د امنیتي تړون د لاسلیکولو مشوره ورکړې ،  دکرزي او امریکایانو ترمنځ د یاد تړون په  سر کش مکش او جنجال  زور واخیستی.

سپینې ماڼۍ ، او په افغانستان کې میشتو  بهرنيو ځواکونو  په وار وار د امنیتي تړون  لاسلیکول   د افغانستان  لپاره  ګټور بللي  او د کرزي له حکومت سره راتلونکې پوځي او امنیتي مرستې یې هم د دغه تړون په لاسلیکولو پورې مشروطې کړې .

نن په بروکسل کې د ناټو سازمان سرمنشي هم وویل چې د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي سند لاسلیکول  تر ۲۰۱۴ کال وروسته د ناټو ځواکونو پاتې کیدو لپاره اړین دي او که چیرې دا تړون لاسلیک نه شی، نو ناټو خپل نوی ماموریت نه شي پیلولی.

تر ټولو حیرانوونکې لا داچې نن په کابل کې د عراق د بهرنیو چارو وزیر هوشیار زیباري هم  د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون  د افغانانو لپاره ګټور وباله . نوموړی په داسې حال کې امنیتي تړون د افغانستان لپاره ګټور بولي چې  په کال ۲۰۱۱ کې  له عراق څخه  د امریکايي پوځیانو د پرشاتګ په مهال خپله عراق له واشنګټن سره دغه  تړن  نه کړ لاسلیک .

په عراق کې هم د واشنګټن او بغداد تر منځ په امنیتي سندکې جنجالي موضو ع  همدغه  د امریکايي عسکرو قضايي مصؤنیت وه   چې  له امله یې  د دواړو هیوا دونو تر منځ امنیتي تړون لاسلیک نه شو.

په  افغانستان کې  امریکایان او د هغوئ پوځي مؤتلفین د ناټو تړون  ډیر په دې خبره ټینګار کوي چې باید حتما  د روان میلادي کال تر پایه پوري  د کابل  او واشنګټن  تر منځ  امنیتي تړون لاسلیک شي ، تر دې چې یوشمیر رسنیو داخبر هم ورکړ چې که  حامد کرزي  د افغانستان د ولس مشر په توګه له امریکایانو سره امنیتي تړون  لاسلیکول نه غواړي نو امریکابه  د هغه پرځای  د ده  د حکومت له کوم بل غړي سره دا تړون لاسلیک کړي !!!.

د امنیتي تړون په سر د کرزي او امریکا ترمنځ  په دغو ترینګلیو حالاتو کې کابل ته  دعراق د بهرنیو چارو دوزیر راتګ هم تصادفي پیښه  نه ،بلکې  د ارګ چارواکو ته  د امریکا دیوه پیغام رسوونکي   پلان شوی دستوري  سفر ګڼل کیږي.

هوشیار زیباري په دغه  حساس وخت کې کابل ته  د خپل  دستوري سفر په مهال له خبریالانو سره په خپلو څرګندونوکې وویل چې که کابل له امریکایانو سره امنیتي تړون لاسلیک نه کړي نو هرو مروبه د عر اق په برخلیک اخته کیږي ، کوم  چې د امریکایانو له وتلو وروسته ورکې بي امنیتي زور اخیستی  او دعراقیانو ترمنځ  داخلي جګړې  د دغه هیواد  ټولوسیموته پراخې شوې.  د عراق د بهرنیو چارو وزیر هوشیار زیباري  لومړني  عراقي چارواکی دی چې  افغانستان ته راځې  او دلته په خپل لومړني سفر کې  د ارګ چارواکوته  له  امریکاسره  د امنیتي تړون  د لاسلیکولو  تو صیې کوي .

نو موړي  د خپلو تو صیو ترڅنګ  داخبره هم  د کابل چارواکو ترغوږ ورتیره کړې چې که هغوئ  امنیتي تړون لاسلیک نه کړي نو له  هغو مرستو بي برخې شي چې امریکایان یې د کابل له حکومت سره کوي او اندازه يې ۸ ملیارده ډالروته رسیږي .

پرون یوشمیر رسنیو  د کابل حکومت په دفاع وزارت  د امریکايي لو جیستیکي مرستو  د  بندولو خبر هم ورکړ چې بیرته  د آیساف لخوا  د دغه خبر تر دید وشو.

داچې  د کرزي حکومت له اساس نه د بهرنیانو په مرسته ایجاد شوی  ،نو د بقاء او تداوم لپاره  یې په حتمي  ډول  د هغو  دمرستو  تداوم ته جدې اړتیا ده .

خو که چیري کرزي د بهرنیو  او امریکايي  مادي مرستو په ځای  د خپل ولس معنوي مرستو ته مخ را واړوي ، د ملت  د دښمني په ځای د هغوئ  دوستي  خپله کړي   او له خپل ملت سره یو ځای  په واقعي توګه  له خپل هیواد څخه   دټولو  یرغلګرو   د شړلو هڅه وکړي هرو مروبه  یې په دغه  جنجالي مقابله کې  بریالیتوب په برخه کیږي  او په نتیجه کې به یې ټول مظلوم افغانان  د بهرنیو یرغلګرو له شره  ژغورل کیږي  . ان شاء الله

د نن ټکی آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x