افغانستان

عاجل خبر: د هېواد نوموتی او ستر عالم شیخ الحدیث عبدالسلام شهيد شو

نن ټکی آسیا: په ډېره خواشینۍ سره خبر شولو چې د هېواد نوموتی او ستر عالم شیخ الحدیث عبدالسلام صاحب د ژوند له مېنې وکوچېد او د اجل داعي ته یې لبیک ووایه. (انالله و انا الیه راجعون)
نوموړی درې ورځې وړاندې د پاکستان په کوټه ښار کې ماښام د لمانځه تر ادا کولو وروسته د مسجد څخه د را وتلو پر مهال د دوو موټر سایکل سپرو ترورستانو له لوري په ډزو وویشتل شو او په ټپي حالت کې روغتون ته ورسول شو،چې دا درې ورځې يې درملنه روانه وه او روغتیايي حالت یې د اندیښنې وړ بلل کېده.

د ارواښاد شیخ صاحب د کورنۍ غړي وايي، چې د نوموړي جنازه به نن ماسپښين (سه شنبه،۲۰۱۳،۱۲،۰۳) د نوموړي د استوګنځي او مسجد سره خوا کې ادا کېږي او ښایې همدلته خاورو ته وسپارل شي.
د هېواد او سیمې ستر عالم شیخ الحدیث و القرآن عبدالسلام صاحب له آره د پکتیکا ولایت له ګومل سیمې سره اړه لرله او له اوږدې مودې راهیسې لومړی د جنوبي وزیرستان د واڼه ښار په وچ خواړه پنډغالي او په وروستیو کې د کوټې ښار په شیخ مانده سېمه کې د درس او تدریس ترڅنګ په دعوتي چارو بوخت و. چې بالآخره د دین ، علم او هېواد د ظالم او وحشي تروریست دښمن له خوا تر ډېر ناځوانمردانه برید لاندې راغی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x