کور پاڼه / دیني، سیرت او تاریخ / رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (۲۶برخه)

رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (۲۶برخه)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

حضـــــــرت محـــــــــمد صلی الله علیه وسلم د مهاتما ګاندي(M.K.Gandhi) په آ ند

حضرت محمدصلی الله علیه وسلم د عدل او مساوات پېغمبر ؤ، په لومړیو وختونو کې د اسلام ستاینه ټولې نړۍ کوله، تر هغې زمانې پورې چې لویدیځ په تاریکیو کې پټ ؤ، کله چې د اسلام روښانه لمر د ختیځ څخه راوخت؛ نو دې نارامه نړۍ ته یې سکون او راحت وبخښه، بشریت ته یې تسلي ورکړه، اسلام یو کوچنی دین نه، بلکې د نړۍ ستر دین دی چې هندوانو ته هم پکار ده چې د دې دین مطالعه خپله کړي او هندوان ټول باید زما په شان له دې دین سره مینه ولري؛ ما د اسلام  پېغمبر صلی الله علیه وسلم مطالعه کوله چې د کتاب دوهم ټوک هم ختم شو، ماته په دې افسوس راغی چې دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم په هکله نور کتابونه راسره نه وو چې مطالعه یې کړم، زما پوره یقین وشو چې اسلام دتوري په زورسره نه دی خپور شوی؛ بلکې دا هر څه د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د پوره سادګۍ، بې نفسۍ، په وعده وفا کول او د نیکو اخلاقو برکت دی چې اسلام په نړۍ کې خپور شو او د فتحې ډګر یې وګټه، ده له خپلو دوستانو او پیروانو سره  ډېره مینه درلوده او پر خدای جل جلاله یې پوره عقیده او باور ؤ، له همدې کبله یې ټول موانع لیري کړل او پر مشکلاتو باندې فاتح شو.

ماته یو چا وویل چې په جنوبي افریقا کې چې کوم اروپایان میشت دي، هغوی د اسلام له تبلیغ څخه په ویره کې دي. دا هغه اسلام دی چې هسپانیا ته یې ښکلی تهذیب ورکړ، په مراکو کې یې رڼا خپره شوه او د نړۍ اکثره وګړي یې سره وروڼه کړل. په اصل کې اروپایان د اسلام څخه نه ویریږي؛ بلکې له دې څخه په ویره کې دي چې که افریقایان اسلام قبول کړي نو هلته تور پوستي او سپین پوستي سره وروڼه شول چې دا د دوی لپاره د خطر زنګ دی، دا ځکه که چېری یو تور پوستی عیسایت قبول کړي؛ هغه په هیڅ صورت له سپین پوستي سره یو شانته نه دی، بل لور ته که دواړه اسلام قبول کړي؛ دواړه به په یوه ګیلاس کې اوبه څښي، چې اصلي خطر یې همدا دی، نو ځکه اروپایان په ویره کې دي.

نور بیا…
پایلیک:   M.K.Gandhi, YOUNG INDIA, 1924


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ