زموږکلي اوبانډې (دولسمه برخه)

Laghman2دسمیع الدین  افغاني لیکنه

دلغمان د دترګړو دجامع جومات خطیب او د ازادۍ د لیارې مبارز مولوي عبدالمجید (دوهمه برخه)

مولوي عبدالمجید د وطن د استقلال  او ازادۍ په مبارزه کې پوره  او موثره برخه درلوده او د خپل قومي ځوانانو،مشرانو، شاګردانــــو  او پیروانو  سره د انګلیسانو  په مقابل کې دډکې ، تورخم او ناجي په سیمو کې جنګیدلی دی۰

هغه به ویل چې موږ به د شپې له خوا د انګلیسانو   په   عسکري کمپونو   داړه    اچوله  چې  په دې  اثر  به د انګلیس عسکر د ډیرو لانجوسره مخامخ وه ده به ویل په هغه شپو  او ورځــو کــــې چې   صالح محمدخان عسکري  افغاني منصبدارمــــاتې وخوړه موږ برید پرینښود بلکه د غرونو په څوکوکې مو د شپې له خوا اورونه ددې لپاره  بلول چې  تر څو انګلیسي  عساکر  پدې  پوه شي چې  مجاهدینو دجهاد محاز ندی پریښودلی  او د مقابلې لپاره حاضر دي ۰

مولوي صاحب به ویل :  د صالح محمدخان د تیښتې په وجــــه پــــه دغه ورځ   او سباته  د  مبارزینو  معنویات  ښه نه  وه خو دیني  علماوودمبارزینو معنویات تقویه کول او له بلې خوامجاهد ینو ته  د وطن دهرې خوا زیات او تازه  مرستې  رسیدلې او په  ټولو  بریدونو کې ملي مقاومت  ښه  پیاوړی شـو چې پدغه   برخه کې  د ننګرهار او سرحدونــــو  د اوسیدونکو جذبات  د هیرودو  نـــدی او نه  د ساپیوو مهمندو ،  شینوارو ،  خوږیاڼو  او دبـاجوړ ځوانانو سرښندنه  به  د  یاده ووځي ۰

باید   ووایم  چې  د بلې  خوا دا شکست ددې موجب  شو چې  دپښتونستان   د سیمو اوسیدونکي د انګلیس  د استعمار په ضد  را وپاریدل او  د هـــرې خــوا څخه  دمیړانې اوجهاد غورزنګونه په  ډیر جوش اوخروش پیل شول ،همداوجه وه چې  انګلیس دې ته متوجه شو چې  د اعسکر ي بریالیتوب  نور هم  لانجې زیــاتې کړې  او عمومي احساسات یې ددوئ په  ضد وپارول ، نو همداوه چې د خپل زیات ویر ې  په وجه یې  په هوایي بمباردپیل وکړ او غوښتل یې چې  په دې ډول په جنګیالیو کــې ویره واچوي  خو دا کار نور هم خلک د مقاومت لپاره مصمم کړل او  د شپې له خوایې په انګلیسي عسکر ي   کمپونو باندې  ډیر سخت یرغلونه تر سره کړل ۰

مولاناعبدالمجیدویل چې په دې جهادکې ځماخـــواږه خواږه ملګری اویاران  شهیدان شول او یو وارداسې پیښه شوه چې زموږ داوسیدو په  خاصې غونډۍ  د بمونو اوریـدل  شروع  شول  چې  دیو بم  په  اثر موږ د خاورولاندې شوو خودنورو مجاهدینوپه مرسته ژوندي  له خاورو وویستل شوو ۰

هغه به د جهادکیسې زیاتـې کولې او دخپلو افغانانومیړانه یې په هغه وخت کې زیاته ستایله ۰

ده ویل :  افسوس چــې د وطن په جهادکې دملی مبارزینو سره  کافــي  وسله  او ازوقه نــه وه  بلکه  یواځې  ددوئ همت  اومیړانه   وه  چې  مقابل  محاذ ته یې ماته ورکړه ۰هو، اکثره مبارزینوپه  نیم  نس  او نیمې تندې  خپل  د جنګ   محاذ ساته ،چا سره شلخی توپــــک ، چاســــره تفنــــګچه ، چـا سره توره او دچا سره یواځې بیل اوکلنګ وه چې  د زمرو په شان به یې  په اورحملې کولې ۰

ده به ویل : د ژوبلې او مرګ  ډاره د چا سره نه  وه  بلکه پدې عقیدې   وه که ژوندی وې دجهاد ثواب درپه برخه  کیږي  اوغازي  به  وې  او که  مړ شوې نودشهادت مرتبه مومې ۰

ده ویل: دوطن يه جهادکې دمشرقي محاذیوازې ملي مبارزینوپه برکت قوي پاته شواوعسکري شکست  او تیښته  د مشرقي خلکو ته  لکه د هیوا د د نوروسیمود مجاهدینو په شان د منلووړ نه  وه بلکه دهغه  وخت واقعات  اوپیښې ددې  ثبوت  ورکوي چې ملي مبارزینو په یوه دوه ورځوکې عسکري خلا هم ډکه کړه  باید  ووایــم  چې د صالح  محمد خان  د  تیښتې پــه  وجه د ټولوعسکرو  عسکري  طاقت  له مینځه    لاړ   نشو  بلکه   ډیر  وړومنصبدارانوبې  له  کوم عسکري تنظیم څخه  خپل د جهاد محاذونه  کلک وساتل  چې پـه دې  جمله کې سور نــــاصري جرنیل  دخپلو عساکرو سره  د تورخم  په محاذ کې په پوره میړانې جنګیده۰

مرحوم  محمد  شریف  کامه وال  چې  پــه نجم المدارس کې مدرس وه دا قصه زیاته کوله او ویل به یې چې دصالح محمدخان دتیښتې دوهمه ورځ وه  ، زه په تور خم کې وم  او په لیاره کې  زخمي شوم  حرکت  مې نشو کولی  خو  نصیب  دا وه چې پــه ما باندې سور جرنیل مسلح   په  اسپ  سپور د خپلو عسکري  ملګرو سره راغی  ، زه یــې پورته کړم  او سور جرنیل دخپل ځان سره په خپل اسپ  د شــا له خواسپورکړم  او دی په انګلیسانو باندې ډیر له قهره لکه دزمري په شان غړمبیده ۰

ځماپـلارمرحوم دکتور محمدسعید  ( سعید افغاني  ) لیــکي: هغه وخت چې  زه په نجـم المدارس کې مدیر  وم   سور جرنیل ژوندی وه   او د عــمرپه  اواخروکې یوځل مدرســې تــــه راغی ماپه خپله حجره کې میلمه  کړ اودهغه  ډیــر  احترام او قدر  مې  وکړ  ، د شپې له   خوا دده  سره  قرانکریم  او د کارتوسو ډکه  تفنګچه  وه  ۰ وایي چــې  دده عادت وه چــې د عمرتر اخــره یــې تفنګچه له ځانه سره ګرزوله ۰

مولوي   محمد سعید   ( سعید افغاني )  لیکي چې ځما مرحوم پلار  مولوي عبدالمــــجیدبه وعـظ او تبــــلیغ دقرانــکریم   د ایتونو او احـادیثو  په لوستلو  په ډیر خواږه  اواز  کولواو ځای ځای به یې پـه مناسب  ډول  د جــلاالدین رومــي د مثنوي ،حافظ شیرازي ،ګلستان  ، بــوستان  او داسې  نــورو  کتابونو  او د دپښتو شاعرانو شعرونه  او منظومې په خواږه اواز لوستلې  ۰

هغه به د میا عبدالکــــریم  صاحــب  اشعارخوښول   اوزیات  به یې لوستل  چې په  هغه  جمله کې یې دا  بیت  یې زیات   لوسته:

اول دې خوب په بالښتو او بالیـنچو کړه جانانه

اوس دې د ګورچینجي بازي کړي هر اندامه سره

یا د حافظ شیرازي دا بیت :

شب تاریک بیم موج ګرداب چــنین هایل

کجا دانند حال ما سبک ساران ساحل ها

دا شعرونه یې د عمر په اخره کې زیات  لوستل:

همه با هوا و هوس ساختی

دمی با مصالح نپرداختی

همنشینان تو  در کنج  لحد خاک شدند

چشم عبرت  بکشا خواجه اګر  انسانی

یا دا بیت:

صبح    صادق  ملهم   کافور دارد در بغل

ګر علاج زخم عصیان میکنی بیدارباش

مولوي   عبدالمجید  یوه  وړکۍ کتابخانه  درلو ده چـې  په  هغه  کې مختلف علوم موجود وه  خو ده به په سفرکې خپل قرانکریم ، دلایل الخیرات او تنبنیه الغافلین  کتابونه  زیات  له  ځانه  سره ګرزول  او لوستل  به  یې ۰ ده  به  د تجهیـد وظایف  زیــــات کول  اودجذبو په حالاتو کې یې تصوفي  اشعار ویلې  او  کله  به  یې  ورسره ژړلې هم ۰

ده  دنظم  په کتابونوکې  پوره  مـــهارت  درلوداو د اشعارو ګلچین ور سره  وه ، ده به  دملي او وطني  خدمت  لپاره  هم  زیات کار کولو  اودضرورت په  وخت  کې به  یــې د بیچاره ګانوسره  لازمه مرسته کوله  ، دی  د پور ه جرت  خاوند  وه  او په  وعظ ، تبلیغ  ، جلسواو مرکوکې به یې په  صراحت  خپل تحلیل وړاندې کوه  او کله کله به یې ډیرغټ غټ خلک هم تـرټل خوپه خلکو باندې دده قهر او غصه  دده د اخلاص او بې الایشی  په وجه  بده نه لږیده ۰

دده  سره  د ډیرو خلکو اخلاص وه  او  دده  د لیدو  لپاره  د ډیرو لرې ځایو څخه  خلک راتله ، دې به کله د تبلیغ او اصلاح لپاره  د لغمان درو  غــروکلو او بانډو ته  هم تللو  او هلتـه  به وربــاندې  زیات خلک را ټولیدل ، ده به  اګثره  په پښومنزل کوه چې کله به  داس سـورلۍ هم میسره کیده ۰

هغه د پوره ذکاوت خاوندوه او ډیرو بـاریـکیو ته متوجه کیده  هغه  به ویل: د خدای پاک مخلوق سره د اخــلاص ژوند کول په کاردي  او د اخلاص ثمره او نتیجه حتمي ښـه په زړه پورې وي ۰

دې د ولایت او کرامت دعوانـه کوله حــتی ویــل یې زه سره ددمره وظیفه کولوتر اوسه هم دکــوم  کشف اومکاشفي خاوند نه شوم ۰

ده دملاې لنګ د شورش په وخـــت کې هغه وخت چې دامیرامان الله  خان په ضد انقلاب جوړوه  په پغمـان کې یوه لویه جرګه جوړه شوه     د خپل قام او دلغمان د ولایت  د علماو او دخلکوپه  وکالت وکیل انتخاب شواو دهغه وخت په لویه جرګه کې یــې فعاله ونــډه درلوده  ، دې پــه هغه وخت کې پوهیده چې په امــیرامان الله خان پاندې دکفر فتوا  او په دې اثر  د افغانستان څخه دهغه وتل ښه کار نه وه ۰ هغه سره  لدې  چې  د دیني پاکې جذبې خاوند  وه  داستعماردسیسوته ښه متوجه وه  او د وطن د خیر او سعادت لپاره ډیر هوسیده ۰

هغه ددین څخه دناروااستفادې مخالف وه اودیني علماو لپاره یې په خیراتو ژوندکول نه لوریده همدا وجه  وه چې هغه به ویل  :

کاشکې دینی علما علاوه  د دیانته دخپـــل  رزق او روزی  برابرولو لپاره کاراوکسب هم وکړي او داسې نه چې دین  ددنیا لپاره وسیله  وګرځوي   ۰

دې  به ویل  : دې عـاجــز  اوبیـچاره ته ګوره چې خپلې   نفقې ته حیران دی  خو په قرض او سود هم  خیر اوخیرات ورکوي او خپل ځان نورهم محتاجوي  ۰اوویل به یې چې دې ملا او پیرصاحب  ته

ګوره چې هرڅه  لري خوبیاهم  د یوعاجز او فقیر له لاسه  خیراتونه  اخلي ۰

ده په هر چا باندې دپـــوره عاطفې اوصلې خاونـــد وه  او دروحي جذبې  په  وخت کې به  بل  ډول  ښکاریده  او په ځینو حالاتو کې  به ور څخه   دتاثر او انفعال  چیغه او کریکه  هم وتله ۰

هغه مــرحوم  مجاهد نجم الدین اخنـــذاده  صاحب  ته عقیده درلوده  همدا وجه وه چې کال کې بـه یوځل او کـله دوه ځله هډې ته دده قبر د زیارت دعا له امله تلو ، ده به ویل دا مـرحوم دخپل عصر مبارز وه او دوطن دابـادی او ازادی لپــاره یې نــــه هیـــریدونکي جهادونه او خدمتونه کړي دي ۰

مولوي عبدالمجیدد تګــــاب اخنذاده  صاحب د مـخلصانوڅخه  وه او د هغه د ذهداوتقوازیاتې قصې کولې ، د نجـم الدین  اخنـذاده  صاحب   د مشهورو  ماذونانولکه  د سنګر شیخ صاحب ، د بتخاک حضرت صاحب ،  د اسلام پورشیــخ  صاحب  پاچا  صــاحب ، د تــرګړو پاچا صاحب ،  د سرکاڼو میا صاحب  ، صوفي صاحب ،چکنور ملا صاحب  اونورو علماو د تقوا، اعتباراوشهرت قصې کولې ۰

مرحوم مولانا عبدالمجیدپه کال  ۱۳۲۰ه ش کې د ژمــي په شپو او ورځوکـې مریض شــو او یو څو ورځې  پس له مریضي حق ته ورسید ۰

انا لله و انا الیه راجعون

د ده جنازه په  ډیر اعجاز پورته شوه او په  پوره  احترام  د لغمان د ولایت  د عمرزیو دقریې د خیراباد دکلي په هدیره  کـــې خاورو ته وسپارل شو ۰

دی فوت شوخو دده  دصالحو اعمالو  نقش تر اوسه پاتې دی، اوس موږ دده روحي  خوښي  او ددی د ښه اعمالودپیروی او هغه  تـه پرته  له دوعـا څخه بله چاره نشته ،نوالهی تـــه موږ تــه دښې پیروي  توفیق  راکړې او دده په روح کـې دې دخپــــل رحمت  فیضان  زیات اودایم وګر ځوې ۰

امین یارب العالمین

——————–

نو ربیا



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.