نړۍ

د پاکستان ستره محکمه: د دفاع وزیر دې ورک کړای شویو کسانو سره محکمې ته حاضر شي؛ په بل صورت کې به د اختطاف دعوه دایریږي

 coverد پاکستان د سترې محکمې قاضي القضات محمد افتخار چودهري و ويل چې، باید ۳۳ ورک کړای شوي کسان نن محکمې وړاندې کړای شي. پرون د دوشنبې په ورځ د پاکستان سترې محکمې و ويل چې که نن سه د شنبې په ورځ هغه ۳۳ ورک کسان چې استخباراتي کړيو له محکمې پرته ځان سره ساتلي؛ محکمې ته وړاندې نه کړل نو د دفاع وزیر او سکرتر باید د هغه کسانو پر خلاف د اختطاف دعوه دایره کړي چا چې دغه کسان ورک کړي دي. د پاکستاني حکومت لوی څارنوال منیر اې ملک پرون سترې محمکې ته د دفاع د وزیر له خولې و ويل چې په دغو ۳۵ کسانو دوه کسان د بند پر مهال مړه شوي دي. قاضي القضات محمد افتخار چودهري و ويل چې د بند پر مهال مړه کسان به وژل شوي شمېرل کيږي

او د قتل مسؤولیت به يې د امنيتي کړيو پر غاړه وي.
د خیبر پښتونخوا لوی څارنوال پرون سترې محمکې ته په خپلې وينا کې و ويل چې په پښتونخوا کې ۴۳ پټ زنداونونه شته چې پرته له محکمې پکې زندانیان پراته دي.
د سترې محمکې قاضي القضات امر کړی چې د دفاع وزیر خواجه محمد اصف باید نن سره ۳۳ ورکو کسانو محمکې ته حاضر شي. د یادونې وړ ده چې پاکستان کې په زرګونه کسان له محکمې پرته په زندانونو کې شپې ورځې سبا کوي. په دې کسانو کې ډېری بلوڅان، پښتانه او افغانان دي

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x