کور پاڼه / خبرونه / نړۍ / افغانستان د هندوستان په حیدراباد ایالت کې کونسګلري خلاصوي

افغانستان د هندوستان په حیدراباد ایالت کې کونسګلري خلاصوي

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۲۴مه ۱۳۹۵ل): د راپورونو سره سم افغانستان به د هندوستان په حیدر اباد ایالت کې ډیر ژر خپله نوې کونسلګري خلاصه کړي.

په هندوستان کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي رسنیو ته ویلي چې نوي کونسلګري به د تعلیم، صحت، تجارت او کاروبار د پراختیا په برخه کې مهم رول ولوبوي.

نوموړي دغه خبري په هندوستان کې د یوې تجارتي غونډي پر مهال کړي.

او زیاته کړې چې مونږ به ډېر ژر دغه ایالت ته خپل یو پلاوی ولیږو تر څو د نوي کونسلګري د پرانیستني لپاره ځای وګوري.

د هندو ورځپاڼي په وینا افغانستان اوس په نیو دلهي کې سفارت لري، په ممبئي ښار کې کونسلګري لري او غواړي چې په کلکوته ښار کې تجارتي اتشه ولري.

افغان سفیر ویلي چې په حیدراباد کې اوس مهال ۱۰۰۰ تنه محصلین په زده کړو بوخت دي، د افغانستان او هندوستان تر منځ پراخېدونکي تجارتي اړیکي د نوي کونسلګري د پرانیستلو د مهمو لاملونو څخه دی.

د هندوستان او افغانستان تر منځ تجارتي اړیکي د ۷۰۰ ملیونو ډالرو کچي ته رسیدلي، چې د څو کلونو په موده کې به یو ملیارد ته ورسیږي.

نوموړي ویلي کله چې په حیدراباد کې کونسلګرۍ خلاصه شي، ددې امکان هم شته چې د کابل او حیدراباد تر منځ هم پروازونه پيل شي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ