
د قران کریم د توهین پر ضد لويي مظاهرې وشوې – انځورونه
نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۲۴مه ۱۳۹۵ل): د انډونیزیا په پلازمینه جاکرتا کې تېره ورځ د قران کریم د توهین پر ضد لويي مظاهرې وشوې.
ددغه هیواد مسلمانان وروسته تر هغه را وپارېدل چې د پلازمیني جاکرتا نصراني والي قران کریم ته توهین وکړ.
لاریون کوونکو د نوموړي والي د محاکمې غوښتنه کول .
د یادوني وړ ده چې انډونیزیا د نړۍ په سطحه د مسلمانانو د شمېر له لحاظه لومړی هیواد دی، خو ددغه هیواد د پلازمیني والي په کال ۲۰۱۴ کې یو نصرانی ټاکل شوی چې هغه وخت هم د مسلمانانو د توند غبرګون سره مخ شوی وو.