افغانستان

افغانان ولې د انصاف لپاره طالبانو ته ورځي؟ بي بي سي اردو

salafi afganافغانستان کې د کرزي د حکومت دولس کالو په تېریدو د هيواد په سترو کلیوالو سیمو کې د حکومت نښه و نښان نه ښکاري.
د افغانستان په ډېرو سیمو کې د طالبانو د عدل نظام نافذ دی. د بي بي سي خبریال بلال سروري د کونړ چپې درې ولسوالۍ کې دوه کسانو سره مرکې کړي. دواړو کسانو نه يو حکومتي قاضي ته خپله دعوه وروړې او بل د طالبانو قاضي ته.
د چپې درې ولسوالۍ ۵۷ کلن ګل زمان بابا وايي چې د تېرو درې کالو په ترڅ کې ده سره دوه پيښې شوي. یو نفر د لفظي شخړې له امله زما ورور محمد زمان وواژه او دا درې کاله کيږي، دی د سیمې هر قاضي ته ورغلی او خپله ژړا فریاد يې ورته کړی، خو هر قاضي د شکايت د اوريدو لپاره هم ترې رشوت غواړي.
ګل زمان وايي چې قاضي دی د رشوت د وس نلرلو له امله د حيواناتو په څېر له محکمې راوشاړه.
ګل زمان وايي چې په دغه وخت کې زما د ورور قاتل په ښکاره ډول کرځيده.

ګل زمان وايي چې درې کاله وروسته يو بل قاتل زما يو بل ورور وواژه او دا ځل نو بیا قاتل ونیول شو او د ده تمه وه چې کيدای شي دا ځل ورسره انصاف وشي.
ګل زمان وايي چې کله محکمې ته د قضيې د اوريدو لپاره ورغلم نو د قاضي ورور راته ويل چې قاضي صیب ته څه ورکولای شې؟ ګل زمان ورته په خواره ژبه وويل چې ما سره خو هيڅ نشته. ګل زمان وايي چې په همدې وخت کې قاضي له قاتله د پیسو غوښتنه وکړه او هغه یو خوسی، یوه غوا او لس کیلو چار مغز ورکړل؛ چې په نتیجه کې يې زما د ورور قاتل له بنده خلاص شو.gul zaman kunar bilal
ګل زمان وايي چې ولس د افغانستان له عدلي نظامه په تنګ دی او بالاخره مې اوس کرزي او طالبانو ته وړانديز کړی تر څو د ده مسئله ور حل کړي.
د ګل زمان په باغچه د بي بي سي خبریال له یو بل اوسیدونکي فضل محمد سره هم خبرې کړي.
فضل محمد وايي چې د ځمکې پر سر يې د جګړې له امله د کور څلور کسان وژل شوي او چې کله محکمې ته ولاړم نو قاضیانو رانه رشوت غوښته او زما پر وس نه و پوره. فضل محمد وايي له دې وروسته په سیمه کې د طالبانو يو مرکز ته ورغلم او هلته د طالبانو قاضیانو زموږ دعوه واوریده او په سبا يې مجرمان خپلې محکمې ته حاضر کړل. دی وايي چې د طالبانو قاضي د قران او سنت په رڼا کې خپله فیصله اعلان کړه.
طالبانو زموږ مخالفینو ته امر وکړ چې باید سمدستي ځمکه را پريږدي. زموږ مخالفین د طالبانو پر دې فیصلې خوښ نه وو؛ ولې طالبانو دوی باندې خپله فیصله ومنله. او زموږ قضیه د يوې اوونۍ په ترڅ حل و فصل شوه.
د چپې درې ولسوال وايي چې په ولسوالۍ د قانون او انصاف نوم ځکه نشته چې دلته قاضیان د طالبانو له وېرې کار نشي کولی. د کونړ ولایت په مرکز کې حکومتي قاضیانو په عدلي نظام کې د فساد شتون نه مني خو دا مني چې په څلورو ولسوالیو کې حکومتي قاضیان نشته.
ولسي وګړي وايي چې په زرګونو خلک خپلې قضيې او دعوې د انصاف په موخه طالبانو ته وروړي.
دوی وايي چې د طالبانو نظام سخت دی، خو فیصلې او قوانين يې تل اغیز من وي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x