کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / جنرال مراد علي: د کندز د سقوط رازونه نه افشا کوم

جنرال مراد علي: د کندز د سقوط رازونه نه افشا کوم

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۲۴مه ۱۳۹۵ل): له تېر کال راهیسي په کندز کې د طالبانو پر ضد د عملیاتو قومندان جنرال مراد علي په خپل تازه څرګندونو کې ویلي چې د ملي منافعو په خاطر د کندز د دوهم ځلي سقوط رازونه به افشا نه کړي.

نوموړې ددې تر مخه ګواښ کړی وو چې د کندز له ښار څخه د طالبانو د ایستلو وروسته به رسنیو ته یو لړ رازونه افشا کړي د کوم له امله چې طالبان یو ځل بیا د کندز د ښار په نیولو سره توانېدلي وه.

نوموړي دغه ګواښ وروسته تر هغه کړی وو کله چې د کندز والي اسد الله عمرخېل د نوموړي په اړه ویلي وه چې جګړه سمه نه رهبري کوي، «ددې پر ځای چې د ښار په داخلي ساحو کې د طالبانو پر ضد عملیات وکړي، د ښار څخه لیري د طالبانو مرکزونه په نښه کوي.»

بل خوا د ولسمشر لوموړي مرستیال جنرال دوستم هم په یوه مرکه کې ویلي وه چې په کندز کې د دولتي ځواکونو په قومانده کې ستونزي شته ځکه طالبان بیا وتوانېدل چې دغه ښار ونیسي.
نوموړي ویلي وه چې کندز ولایت ته به په خپله سفر کوي او د طالبانو پر ضد به پراخ عملیات پيلوي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ