کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / د جګړو له امله یو ملیون کسان له خپلو سیمو بې ځایه شوي

د جګړو له امله یو ملیون کسان له خپلو سیمو بې ځایه شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۲۴مه ۱۳۹۵ل): د هلال احمر کمیټه وايي چې په افغانستان کې د جګړو له امله د بې ځایه شویو کسانو شمېر یو ملیون تنو ته ورسید. او زیاتوي چې سږ کال په بې ساري توګه په دغه شمېرو کې زیاتوالی راغلی دی.

د هلال احمر کمېټې سرپرست مشر میرویس اکرم رسنیو ته ویلي چې سږ کال په افغانستان کې یو ملیون کسان له خپلو سیمو څخه بې ځایه شوي دي چې دا د تیرو وختونو پر پرتله ډېر زیات دی.
بل خوا د ملګرو ملتونو د مهاجرینو ادارې مرستیال فابیو واروالي رسنیو ته ویلي چې ملګري ملتونه په افغانستان کې دننه د بې ځایه شویو کورنیو اندیښمن کړي او همدا سي له پاکستان څخه را ګرځېدونکي افغان مهاجرین هم چې شمېر به یې د کال تر پایه نیم ملیون ته ورسیږي ، د هغوی د ځای پر ځای کولو لپاره اوسني پلانونه کفایت نه کوي.

بل خوا د افغانستان د مهاجرینو وزارت وايي چې دوی د پاکستان څخه د را غلیو مهاجرینو د ځای پر ځای کولو او هغوی ته د مرستو په رسولو کې د وسایلو او امکاناتو د کمښت سره مخ دی.

د مهاجرینو د چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي ویلي « ددې لپاره چې د بشري ناورین سره مخ نه شو، مونږ د ژمي د پيل تر مخه باید د بې ځایه شویو کورنیو او مهاجرینو سره مرستي وکړو، خو مونږ کافي بودیجه او امکانات نه لرو».
د کتونکو په نظر تر هغو به په افغانستان کې د بې ځایه شویو کورنیو شمېر مخ په زیاتېدو وي، تر څو چې په دغه هیواد کې د جګړمارو ډلو تر منځ د سولي لپاره ريښتیني هڅي نه وي شوي.

د ملګرو ملتونو اداره وايي چې تر اوسه له پاکستان څخه ۲۲۰ زره کسان را ستانه شوي، تمه ده چې د کال ۲۰۱۶ تر پایه به دغه شمېر ۵۰۰ زره ته ورسیږي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ