افغانستان

افغانستان او پاکستان « ګډ سرحدي کمیسیون» جوړوي

Map PakBelt Tease300 200افغانستان او پاکستان د وسلوالو د کنټرول په موخه د پولې په اوږدو کې د ټيکاو په موخه ګډ کمیسون تشکیلوي.
له راپورونو سره سم د کابل او اسلام اباد چارواکو موافقه کړې، چې د پولې د کنټرول او د وسلوالو طالبانو د تګ راتګ د مخنيوي په موخه یو ګډ کمیسون تشکیل کړي.
د دوو هېوادونو له امنيتي ځواکونو خالې پولې د امنیت نیولو موافقه کابل ته د نوازشریف د وروستي سفر په ترڅ کې وشوه.
راپورونه وايي، چې د یاد کمیسیون څرنګوالی او د فعاليت ډول به ژر د دوو هېوادونو د وزیرانو له لورې وڅېړل شي.

پر همدې بنسټ، ټاکل شوې ده، چې راتلونکې اوونۍ د افغانستان د کورنيو چارو وزارت له لورې یو لوړ پوړی پلاوی پاکستان ته پر دې موضوع د بحث په موخه سفر وکړي.
په دې ناسته کې به د پولې د لا ښه کنټرول په موخه پر شته امکاناتو، د دواړو غاړو په تلو راتلو څارنه په تېره له پولې د تېرېدو لپاره پر اسنادو هم بحث وشي.

ویل کېږي، چې محمد صادق خان، په کابل کې د پاکستان سفیر، په بهرني سیاست کې د لومړي وزیر د سلاکارانو په مرسته د یاد کمیسیون د کار دود تدوین کړی دی.
د کابل او اسلام اباد چارواکي پر دې باور دي، چې د دوو هېوادونو ترمنځ پر زرګونه کیلو متره پولې د نه څارنې له امله ناامني پراخه شوې ده.
پاکستان او افغانستان ۲۵۰۰کیلو متره ګټه پوله لري، چې په ورځني ډول ۵۶زره کسان پرې تګ راتګ کوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x