کور پاڼه / پښــــتو ادب / شعـــــرونه / غزل/ خالق یار احمدزی

غزل/ خالق یار احمدزی

خالق یار احمدزی

د نازونو په زانګو مې زنګولې
په وریښمینو پلوشو مې لویولې

دشبنم په سپین سهار مین جانانه
یوخت داسې مې دګل غوندې ساتلې

د اسمان څخه څو ستوري به چې راغلل
په ښاخو د مرغلرو کې ختلې

هندوکش به د تعظیم سجده کړه رب ته
د پامیر شمشاد په سر مې ګرځولې

په زخمونو لوږ تندو مې کړو صبر
خو بس ته مې بیچاره نه پریښودلې

ما دامن نوم په خپلو وینو راوړ
طالب جان ومه افغانه ماګټلې

ولې ولې پنجابی شومه جنابه
ولې ولې دا په کومه ژبه لولې

خالقیاره چې ضمیر یې ولې مړ کړ؟
دا ګیلې مې هم پخپل قلم لیکلې


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ