شعـــــرونه

نعتيه غزل/ رحمت الله منيب

رحمت الله منيب

ټوله ښکلي او خوبان ورته لوګی شه
زما روح او زما ځان ورته لوګی شه

چې وږمو يې هره سیمه خوشبویي کړه
دا گلاب او دا ریحان ورته لوګی شه

کائنات چې يې له رویه پیدا شوي
دا نړۍ او دا جهان ورته لوګی شه

که واړه دي که زاړه دي نر او شځې
د ټولنې هر انسان ورته لوګی شه

چې له ظلمه یې نړۍ په وینو سره ده
دا فرعون هغه هامان ورته لوګی شه

که زم زم دي که کجورې که مېوې دي
بس دا ټول عربستان ورته لوګی شه

دا په شنه اسمان کې گوره چې ځلېژي
دغه واړه کهکشان ورته لوګی شه

که انکار کړي که اقرار کوي منیبه
هر کافر هر مسلمان ور ته لوګی شه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x