کور پاڼه / پښــــتو ادب / شعـــــرونه / لکه شمع سوځېدمه/ شبنم فضلي

لکه شمع سوځېدمه/ شبنم فضلي

 شبنم فضلي
لکه شمع وسوزیدم
لکه ګل خزان وټوکیدم
له دباران څاڅکوغوندې وڅڅیدم
له بی درمانه ناروغ ودردیدم
لکه بی ارمانه سیلی ولګیدم
کنه زه هم یو
څوک وم
کنه زه هم دستوروسره تلم
اوچته غاړه می وهله
هو
خو نن مې دژوند
پاڼی شکیدلی دی
ځکه درنه ورکه یم
ځکه چې
غمجنه یم
بیریږم تورتم می دژوندتاونه سووځی
له مادی نفرت رانسی
اخ نه
مینه دی په نفرت وانه وړی
ځکه چی
نن سباخلګ په تیاروکې لاسونه
خوشی کوی
ته به دی زړه خوشی کړی
کنه پښتنه مینه
می لاهم سپیڅلی ده
درته ډاډ درکوم
چې لاهم درسره مینه لرم


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ