شعـــــرونه

نعتيه غزل/ پيرمحمد کاروان

الحاج پير محمد کاروان

بختورتربختورومه څوورځې
کليوال دپيغمبرومه څوورځې

زمازړه يوبې اغزيه سورګلاب ؤ
زه نه زخم نه خنجرومه څوورځې

له کوثراوله زمزم سره پخلاوم
بس له تندې مرور ومه څوورځې

په اذان دمدينې مې زړه روښان ؤ
زه له ستوريونه هم برومه څوورځې

ددنياله پاچهانوبې پرواوم
يوفقيراوقلندرومه څوورځې

دخپل ژوندپه وچه للمه کې روان وم
په څپووم سمندرومه څوورځې

مادښمن په غشونه په ګلاب ويشتو
دخوږې مينې سنګرومه څوورځې

له تيارونه په کاروان کې وم راوتی
لاروی دښکلي لمرومه څوورځې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x