نړۍ

یمن: پر امریکايي جنګي بیړیو یو ځل بیا توغندیز برید شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۲۵مه ۱۳۹۵ل): د امریکا د دفاع وزارت وايي چي د یمن له ساحل سره نیژدې د حوثي ملېشو تر ولکې لاندي سیمو څخه د دوی پر سمندري بیړۍ (یو ایس ایس میسن ) د توغنديو بریدونه شوي دي .

دا دریم ځل دي چي د یمن له ساحل سره نيژدې د امریکایانو جنګي بیړۍ د توغندیو تر برید لاندي راځي، تر دې مخکي هم دوه ځله حوثي شیعه ملیشو د امریکایانو جنګي بیړۍ تر برید لاندي نیولي وې.

تیر ځل چي کله حوثیانو د امریکایانو په سمندري بیړۍ حمله وکړل په ځواب کي امریکایانو اعلان وکړ چي دوی د حوثیانو د رادار سیستمونه په کروز مزایل وویشتل.

تر دې مخکي د اکتوبر د میاشتي په لومړیو ورځو کي هم د متحده عربي اماراتو د حکومت یوه ملکي بیړۍ د حوثیانو له لوري تر برید لاندي راغله، په یاده پېښه کي بیړۍ هم تخریب شوه.

د د امریکا د متحده ایالاتو په په پارلمان کي د ریپلکن ګوند استازی جان مکین وايي چي کوم مزایل د دوی په جنګي کښتیو توغول شوي هغه مزایل د ایران له لوري حوثي ملیشو ته ورکول شوي دي.

حوثي ملیشې له خپله اړخه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د امریکايي بیړۍ په نښه کولو کې لاس نه لري او تیار دي چې د هر قسم نړیوالو تحقیقاتو ملاتړ وکړي.

یمن کې ایران پلوه حوثي ملیشو د دغه هیواد د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح په مرسته د حکومت پر ضد انقلاب وکړ او پلازمینه صنعاء یې په خپله ولکه کې راوستلې.

ددغه ملیشو د ځپلو په موخه د سعودي په مشري عربي هیوادونو ایتلاف جوړ کړ او پر یمن یې د تېر میلادي کال ۲۰۱۵ د مارچ میاشتي د ۲۶ نیټې څخه جګړه پيل کړه، چې تر اوسه ادامه لري، خو لا حوثي ملیشې پر پلازمینه صنعاء واکمن دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx