کور پاڼه / دیني، سیرت او تاریخ / محرم الحرام میاشت او عاشورا « شپږمه برخه»

محرم الحرام میاشت او عاشورا « شپږمه برخه»


احمد الله  عاطفي
دسپوږمیز کال میاشتی مو په تیر درس کې تشریح کړ دبیا لیکلو ضرورت نشته،داباید زیات کړو، لیږدیز کال خپل دولس دوری
دمیاشتو په بڼه کې څه دپاسه په نهه ویشت نیموورځو کې پوره کوي،چې په مجموعی توګه دلیږدیز کال دوره په دری سوه څلور پنځوس ورځو او شپږو ساعتونوته رسیږي، په همدی حساب  هجری سپوږمیز کال  دهجری لمریز کال نه تقریباً یوولس ورځۍ کم دی چې همدا شمیره ددری دیرش کلونو په تیریدو پوره یو کال له هجری لمریز کال څخه زیاتیږي.
هجری سپوږمیز کال ځانګړتیاوی په نورو کلونو:
اول ـ دمیاشتو په  په بدلیدو،پیل او پای  باندی هر څوک په هر ځای کې پوهیږی ،کومي دقیقی محاسبی ته ضرورت نشته
.
دویم –  شرعي احکام ، فرایض ،مناسک (روژه، زکات،حج …) او بختورو ورځولمانځل دهجری سپوږمیزکال،وختونو،میاشتو او ورځو کې ايښودل شوی چې دهر اقلیم  اوسیمی په خلکویو ډول اغیزه ولری
.
دریم ـ  لمریز او سپوږمیزدواړو کلونو حساب لیکل او ساتلو کې نه ممانعت شته اونه حرج دواړه روا دي خو الله سبحانهُ وتعالی  دخپلو شرعي احکامو لپاره دسپوږمیز حساب غوره کړی، او شرعي احکام په دی حساب کې ایښي په همدی برکت دسپوږمیز کال،میاشتو او ورځوو محاسبه او حساب یادول او ساتل  کفایه فرض دی،که ټول امت يې هیر کړئ  دټولو غاړه بنده او ګنهګارریږئ.
څلورم ـ په سپوږمیز کال کې داحترام  څلورو میاشتو حرمت اوس هم پخپل ځای ولاړ دی او که منسوخ شوی ؟
په دی اړوند  ټول علمايې کرام او مجتهدین په یوه خوله دی چې  دالبقری سورت  ۲۱۷ مبارک ایت
[ أعوذ بالله من الشيطان الرجيم.
 يَسْأَلُونَكَ عَنِ الشَّهْرِ الْحَرَامِ قِتَالٍ فِيهِ قُلْ قِتَالٌ فِيهِ كَبِيرٌ وَصَدٌّ عَن سَبِيلِ اللّهِ وَكُفْرٌ بِهِ وَالْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَإِخْرَاجُ أَهْلِهِ مِنْهُ أَكْبَرُ عِندَ
اللّهِ وَالْفِتْنَةُ أَكْبَرُ مِنَ الْقَتْلِ وَلاَ يَزَالُونَ يُقَاتِلُونَكُمْ حَتَّىَ يَرُدُّوكُمْ عَن دِينِكُمْ إِنِ اسْتَطَاعُواْ وَمَن يَرْتَدِدْ مِنكُمْ عَن دِينِهِ فَيَمُتْ وَهُوَ كَافِرٌ
فَأُوْلَئِكَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ وَأُوْلَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ.
ژباړه:په حرامه میاشت کې دجګړي په اړه له تا پوښتنه کوئ، ورته ووایه: په دی کې جنګ کول ستره (ګناه) ده، خو دالله  دلاری خنډ کیدل  او له هغي نه انکار  اوله مسجد حرام نه مخنوی او اوسیدونکې یې تری ایستل ،تر دي هم دالله په نزد کې ستره ده او فتنه تر قتله هم ستره  ، او تل به له تاسو سره جنګیږي تر هغه چې تاسو له خپل دین څخه واړوي، او که وتوانیږي، اوله تاسونه چې هر څوک له خپل دین څخه واوړي او په داسې حال کې ومري چې کافر وي، نو ددوي عملونه په دنیا او اخرت کې تباه شول او دوي هغه دوزخیان دي چې په هغه کې به تل پاتي وي. ]
 دنزول په وخت  په مسلمانانو دمحترمو میاشتو حرمت ساتل لازم و او په دی میاشتو کې جنګ کول او هم دجنګ لپاره سوقیاتو سر بیره لاره چاره برابرول حرام وو، په همدی اساس  رسول الله صلی الله علیه وسلم  دحضرمي دوژلو دیت چې دمجاهدینو په اند  دجمادی الاول اخره ورځ دی ، درجب میاشت نه ده پیل شوي ، دقریشو په یوی تجارتي قافلي چې، دقریشوهغه مشرانود سوداګری مالونه بارو،چې دمسلمانو مهاجرینو دتعذیب سربیره يې مالونه او جایدادونه په ناروا تصرف کړي وحمله وکړه  او  په ترڅ کې  نوموړی ووژل شو ، له دی پیښی  یهودانو او دمکی مشرکینو دناوړو تبلیغاتو  لپاره موقع غنیمت وګڼله  اوشور يې جوړ کړ چې مسلمانان ځانته دابراهیمی دین لارویان وايې او دمحترمو میاشتو حرمت چې د ۲۰۰۰  کلونو را په دیخوا  ساتل شوی دوي تر پښو لاندی کړ!!
اوس اختلاف په دی کې دی چې ایا داحکم تر قیامته باقي دی؟
دامت لویان  په دی اړوند په دوو برخو ویشل شوي.
لمړی ډله چې له دویمی ډلی څخه اقلیت کې دي وايې :  ددی څلورو میاشتو حرمت تر قیامته پخپل ځای ولاړدی، مسلمانانو باندی لازمه دی چې په دی میاشتو کې جنګ پیل نکړی اونه دجنګ اسباب برابر کړئ.
دویمه ډله،دحنفي مذهب په شمول چې اکثریت لري وايې: ددی میاشتو حرمت دجنګ نه کولو په اړوند دجهاد ایتونو په نازلیدو منسوخ شوی،خونور ټول امتیازات او ارزښتونه يې پخپل ځای ولاړدئ، د حنفي مذهب دلویانو څخه یواځی علامه الوسی داولي
ډلي ملګری دی.
دعاشورا فضیلت په څه کي دی؟ 
دتاریخ او تیرو ادیانو له مطالعي جوت دی چې دمحرم میاشت له همدی لامله په محرم الحرام نومول شوی، چې دی میاشت کې ډیر واقعات او خارق العاده پیښي ثبت او تر سره شوئ،چې تاریخي قدامت يې دسیدنا ادم علیه السلام نه تر عیسی علیه السلامه رسیدلی، که څه هم زیاتره روایتونه له اسرائیلیاتو اخستل شوي بیا درسول الله صلی الله علیه وسلم دمبارکو احادیثوتر څنګ ورته ځای ورکړل شوی، اویاهم درسول الله صلی الله علیه وسلم دمبارک ژوند هغه پيښی چې په همدی میاشت کې تر سره شوي او یا وروسته دخلفايې راشدینو او ددوي د کورنیو په اړوند واقعات.
الله سبحانه وتعالی چې دکال، میاشتو، ورځوا او شیبو  دیادولو سره دمحترمو میاشتو یادونه کړی ،همدا حقیقت دی ، نوري یادونوې له اشتباه او اختلافه خالي نه دي.
دا رښتیا ده چې دسیدنا رسول اکرم صلی الله علیه وسلم مبارک لمسی سیدنا  حضرت حسین رضی الله او دده  دکورنې غړو او اصحابو په شمول دشاوخوا ۷۲ تنو سرخندونکو مظلومانه شهادت په اسلامي تاریخ کې  دمظلومیت او وحشت بې څاری بیلګه دی .
دجنت دځوانانو سردار سید نا حضرت حسین رضی الله عنه دریښتینی اسلامي ارزښتونو دژوندي ساتلو لپاره، دموروثی او استبدادی نظام پر خلاف  میړنی قیام وکړ ،په میړانی او غیرت  تر اخره ودرید او ورزمید، دژوند تر وروستي سلګی تسلیم نه شو، دخپلی وینی په اخري قطری هم داسلام بڼ خړوب کړ!!
داټوله پیښه  دلیږ دیز سپوږمیز  ۶۱ کال دمحرم الحرام دمیاشتي  له پیله تر لسمی نیټی تر سره اوبیا درسول الله صلی الله علیه وسلم دلمسی(حضرت حسین رضی الله) دکورنی تور سری او ماشومان دشمر بن ذي الجوشن چې دسیدنا حضرت علی کرم الله وجههُ اوخې، دسیدنا حضرت حسین رضی الله ناسکه ماما، دحضرت علی رضی الله دزامنو(عباس، عثمان ،جعفراوعبدالله) سکنی ماما، دام البنین ،د حضرت علي رضی الله عنه میرمن، ورور په شیطانت رامینځ ته شوه،چې دامت په ټنډه به دقیامت تر ورځې دخیانت،ظلم اوتیري تورداغ وي،چې دامت بچیانو په لاسو دجلیل القدر پیغمبر حضرت رسول مقبول صلی الله علیه وسلم دلمسیانو  وژنه او کورنی بی حرمتي ترسره شوه!!
دکربلا په پیښه کې ملامت اودقاتلینو په سرکې: يزيد بن امیر معاویه، شمر بن ذي الجوشن ، عبيد الله بن زياد ،عمر بن سعد ، حرملة بن كاهل اود سنان بن أنس نومونه قرار لري، خوددي ستری فاجعی او سوزونکی اور بلونکی همدا شمربن ذي الجوشن و،چې تل يې ځان دحضرت علی رضی اللهُ داصحابو او سر تیروڅخه شمیره ،دصفین په جګړه کې هم دده، لاس و او دخوارجو په فتنو کې هم، والله اعلم.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ