نظــر

وروستي تحولات، احتمالات او هيلي

د وروستیو پرله پسې کورنیو او سیمه اېزو تحولاتو او واقعیتونوله په نظر کي نېولو سره ګڼ شمېر نښي او نښانې او احتمالات ترستر ګو کېږي چي ټول په مجموع کي مونږ ديوه ښه تفاؤل خواته سوق کوي،

سره لدې چي دمشورتي جرګې کوڅه ډبو اعضاوو پدې تړون په پټو سترګو موافقه وکړه خو بیا هم کرزي صیب دمجددي له ګوت څنډني سره سره دتړون په نه لاسلیک کولو ټېنګار وکړپدې وخت کي څو احتمالونه زما ذهن ته راغلل :

کېدای شي کرزي صیب دخپل وجدان غږ ته غوږ شوي وي او اسلامي او افغاني وېنه يې په جوش راغلي وي او دسالم فطرت له مخي يې دا کار دهېواد او ځان په تاوان بللی وي او نه غواړي پدې کار سره دشاه شجاع غوندي دتاریخي خاینانو په هغه کتار کي ودرېږي چي نن يې هم افغانان په نوم اخیستلو شرمېږي.

کېدای شي امرېکایان چي په داخلي او بهرنیو بحرانونو کي ښه په زغرده ښکېل دي نور په افغانستان کي خپل شتون دځان په تاوان بولي او دېته نوي تیار چي دراتلونکي وخت لپاره په افغانستان اضافي پوځي پرېمانه هغه لګښتونه چي دوي يې له سترو مالي ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي پخپله غاړه واخلي او کرزي صیب ته يې ويلي وي چي دتړون له لاسلیک کولو څخه په شاشي تر څو دوی ته د بشپړو وتلو قانوني لاره او زمېنه برابره شي .

کېدای شي کرزي صیب دافغاني قضيې له اړوندو خواوو څخه ډاډ تر لاسه کړی وي چي که هغه ددې تړون له لاسلیک کولو څخه ډډه وکړي دده ملي صبغه به بېرته اعاده شي او يوځل بیا به دیوه ملي اتل په توګه تبارز وکړي او همدا راز به بین الآفغاني تفاهم ته هغه لاره هواره شي کوم چي (دبیانزي صیب په اصطلاح) خاموشه اکثریت يې په هیله دی .

کېدای شي دپاکستان اوسنی منتخب حکومت چي د تېرو حکومتونو په نسبت دافغانستان دقضيي دحل لپاره دلچسپي لري کرزی صیب ډاډمن کړی وي چي دګډو مخلصانه هلو ځلو په کارولو سره به په ګډه دې ستونزي ته دپای ټکی ږدي او دامرېکا شتون دلته دسیمي دهېوادونو په ګټه ندی او له کرزي صیب څخه يې غوښتي وي چي د تړون له لاسلیک کولو څخه ډډه وکړي او پاکستان هرهغه څه ته دزړه له کومي تیار دی کوم چي دافغانستان، پاکستان او سیمي په ګټه وي او ددې لپاره غوره قرینه پدې حساس وخت کي کابل ته دنواز شریف بېړنی سفر دی.

خو که ددې بدلونونو لاملونه په حقیقت کي هرڅه وي هغه به وخت په ډاګه کړي خو په مجموع کي کورني او سیمه اېز تحولات چي دکرزي صیب امتناع او پخپل درېځ ټېنګېدل، له افغانستانه دمجددي او سپنتا تېښته، کابل ته دنواز شریف بېړنی سفر، په پاکستان کي دنواز شریف د خوښي دنوي پوځي مشر ټاکل کېدل، دامرېکایانو ګوت څنډنه چي که کرزی تړون لاسلیک نکړي نو دوی به خپل ځواکونه بشپړ وباسي، او بیا دحکمتیار صیب لیک کرزي صیب ته ، داسلامي امارت وروستۍ اعلامیه چي دکرزي صیب له درېځ څخه يې ملاتړ کړی دا ټول چي په مجموع کي يو له بل سره تړاو لري دافغانانو لپاره ديوه نوي سباوون زېری دی چي نوره به دا غمېزه نه اوږدېږي او ژر دی چي افغانان به پخپل هېواد کي د پر امنه او ډاډمن ژوند جوګه شي إن شاء الله تعالی.

ابو خليل قدوسي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x