کور پاڼه / دیني، سیرت او تاریخ / لوط عليه السلام او د سدوم د اوسېدونکو بدکارۍ

لوط عليه السلام او د سدوم د اوسېدونکو بدکارۍ

عبدالمالک همت

لوط عليه السلامد ابراهيم عليه السلام وراره وو. هغه د لوى څښتن لخوا د ”سدوم د ښار“ اوسېدونکو ته د نبي په توګه ولېږل سو. له دغو خلکو څخه ډېر بد، فاسدان، فاجران او کافران جوړ سوي وه. هغو پر غير فطري عمل، يعني لواطت كولو سربېره كوم چي تر دغه مهاله نړيوالوته معلوم نه وو، غلاوي هم کولې او لاري يې هم نيولې او نور ناوړه کارونه يې هم تر سره کول. لوط عليه السلام دوى له دغو بدوكارونو څخه منع كړل او د لوى څښتن له عذابه يې وبېرول، خو هغو د هغه بلنه او نبوت ونه منل او خپل دغه ناوړه كار ته يې دوام وركړ. بالاخره دغه خلك په يوه بېروونكې تباهي هلاك سول.

په لرغونې عهدنامه ( تورات ) كي د لوط ښار ”سدوم“ ګڼل سوى دى. د پلټنو سره سم دغه ښار د سره سمندرګي په شمال كي د مردار سمندرګي په اورشو كي پروت دى، چي د اسرائيلو او اردون د پولو سره غځېدلى دى. د لرغونو آثارو مطالعه ښيي چي دغه ښار هغسي تباه سوی دی لكه چي قرآن كريم يې تفصيل وركړى دى.

قرآن كريم د لوطعليه السلام بلنه او بېرونه او د هغه په وړاندي د لوط د قوم غبرګون داسي بيانوي :

﴿كَذَّبَتْ قَوْمُ لُوطٍ الْمُرْسَلِينَ (160) إِذْ قَالَ لَهُمْ أَخُوهُمْ لُوطٌ أَلَا تَتَّقُونَ (161) إِنِّي لَكُمْ رَسُولٌ أَمِينٌ (162) فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ (163) وَمَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَى رَبِّ الْعَالَمِينَ (164) أَتَأْتُونَ الذُّكْرَانَ مِنَ الْعَالَمِينَ (165) وَتَذَرُونَ مَا خَلَقَ لَكُمْ رَبُّكُمْ مِنْ أَزْوَاجِكُمْ بَلْ أَنْتُمْ قَوْمٌ عَادُونَ (166) قَالُوا لَئِنْ لَمْ تَنْتَهِ يَا لُوطُ لَتَكُونَنَّ مِنَ الْمُخْرَجِينَ (167) قَالَ إِنِّي لِعَمَلِكُمْ مِنَ الْقَالِينَ (168)﴾ [ الشعراء  ٢٦:۱۶۰ ـ ۱۶۸]

ژباړه: د لوط قوم پيغمبران دروغجن وبلل. كله چي د هغو ورور لوط هغو ته وويل : آيا تاسي له لوى څښتن څخه نه بېرېږئ؟ بېشكه چي زه تاسي ته يو معتبره پيغام راوړونكى يم، نو له لوى څښتن څخه وبېرېږئ او زما حكم ومنئ او زه پر دې كار باندي له تاسي څخه د څه مزدورۍ غوښتونكى هم نه يم. زما اجر د ټولو نړيوالو پر څښتن باندي دى. آيا تاسي په نړيوالو كي نارينه وو ته ورځئ او ستاسي په مېرمنو كي چي ستاسي څښتن ستاسي لپاره څه پيدا كړي دي، هغهپرېږدئ؟رشتيا چي تاسي تر حد تېر سوى خلك ياست.

هغو وويل : اى لوطه ! كه ته له دې خبرو لاس وانه خلې، نو ته به هم له هغوخلکو څخه سې چي زموږ له كلو څخه ايستل سوي دي. لوط وويل: كوم خلك چي ستاسي له كړو وړو څخه كركه كوي زه هم له هغو څخه يم.

په دې توګه د حق لاري ته د بلني په جواب كي د لوطعليه السلام قوم د هغه سره دښمني راواخيسته او هغه ته يې ګواښونه وكړه او د هدايت لاري ته د بللو له امله يې مخالف سول او له وطن څخه د نورو مومنانو سره د هغه د ايستلو په تكل كي سول. بل ځاى قرآن كريم دغه خبري داسي بيانوي :

﴿وَلُوطًا إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ أَتَأْتُونَ الْفَاحِشَةَ مَا سَبَقَكُمْ بِهَا مِنْ أَحَدٍ مِنَ الْعَالَمِينَ (80) إِنَّكُمْ لَتَأْتُونَ الرِّجَالَ شَهْوَةً مِنْ دُونِ النِّسَاءِ بَلْ أَنْتُمْ قَوْمٌ مُسْرِفُونَ (81) وَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهِ إِلَّا أَنْ قَالُوا أَخْرِجُوهُمْ مِنْ قَرْيَتِكُمْ إِنَّهُمْ أُنَاسٌ يَتَطَهَّرُونَ (82)﴾[الاعراف ٧:۸۰ ـ ۸۲]

ژباړه:

٨٠. او (اى پيغمبره!) لوط (عليه السلام) درپه ياد کړه، کله چي يې خپل قوم ته وويل :” آيا تاسي هغه بې حيايي(هغه ناوړه چاره چي بېخي ډېره بده ده) تر سره کوئ، کومه چي تر تاسي دمخه په نړۍ کي هيچا نه ده ترسره کړې؟“.

٨١. تاسي د جنسي هوس د سړولولپاره د ښځو پر ځاى نارينه وو ته(د هغو د شاوو له خوا) ورځئ(چي د بد والي هيڅ پروا يې نه کوئ، په داسي حال کي چي تاسي د خپلو ښځو سره هغه څه پرې ايښي دي چي لوى څښتن درته روا کړي دي. او دا کومه پېښکي[تصادفي] پېښه نه ده)، بلکي حقيقت دادى چي تاسي يو داسي قوم ياست چي(د هرڅه په اړه) په  اسراف کي د لوى څښتن(اوپت او شرافت) تر (ټولو)پولو بېخي زيات تېرى کوونکي وګړي ياست. (او د شهوت د غريزې د مړولو لپاره د فطرت تر پولو اوړئ).

٨٢. (خو د لوط عليه السلام د نصيحت او د هغه له خوا د هغو د دې کار د بد ګڼلو په وړاندي) د هغه د قوم جواب له دې پرته بل څه نه وو چي(په خپلو منځو کي سره) ووايي:”دا خلک(لوط او د هغه کورنۍ) له خپله ښاره وباسئ! دا (د نارينه وو او ښځو د شاوو له خوا له ورتلو څخه) ډېر پاکي غوښتونکي (پاک لمني خوښوونکي زاهد او پرهېزګاره) خلک دي(او زموږ پر لار نه راسره ځي)“.

لوطعليه السلامخپل قوم يوې څرګندي رشتينولۍ ته وباله او له بد برخليك څخه يې هم وبېراوه. خو قوم يې دې بېروني ته څه پام وانه ړاوه او د لوطعليه السلامله عذاب څخه بېرونه يې پرله پسې درواغ وبلل. د لوى څښتن ارشاد دى:

﴿وَلُوطًا إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ إِنَّكُمْ لَتَأْتُونَ الْفَاحِشَةَ مَا سَبَقَكُمْ بِهَا مِنْ أَحَدٍ مِنَ الْعَالَمِينَ (28) أَئِنَّكُمْ لَتَأْتُونَ الرِّجَالَ وَتَقْطَعُونَ السَّبِيلَ وَتَأْتُونَ فِي نَادِيكُمُ الْمُنْكَرَ فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهِ إِلَّا أَنْ قَالُوا ائْتِنَا بِعَذَابِ اللَّهِ إِنْ كُنْتَ مِنَ الصَّادِقِينَ (29) ﴾ [ العنكبوت ٢٩:۲۸ـ٢٩]

ژباړه: او چي لوط خپل قوم ته وويل چي تاسي خو داسي بې حيا كار كوئ چي تر تاسي دمخه له نړيوالو څخه هيچا هم نه دى كړى. آيا تاسي د نارينه وو سره بد فعلي كوئ او (د توكم د پيدا كېدو) لار بندوئ او په خپلو مجلسونو كي بدكار كوئ؟ نو د دې جواب د دوى سره نه وو بېله دې چي ورته ووايي: كه ته رشتينى يې نو پر موږ باندي د لوى څښتن عذاب نازل كړه.

څنګه چي لوطعليه السلامد خپل قوم دغه چاري وليدلې نو له لوى څښتن څخه يې مرسته وغوښته :

﴿قَالَ رَبِّ انْصُرْنِي عَلَى الْقَوْمِ الْمُفْسِدِينَ (30)﴾ [العنكبوت: ۲۹ :  ٣٠]

ژباړه: لوط عرض وكړ : اى زما څښتنه ! د دې ناولو وګړو په وړاندي زما مرسته وكړه.

﴿رَبِّ نَجِّنِي وَأَهْلِي مِمَّا يَعْمَلُونَ (169)﴾[ الشعراء :۲۶ : ١٦٩]

ژباړه: اى لويه څښتنه ! ما او زما كورنۍ د دوى له بدو عملونو څخه وژغوره.

د ده د دعا له امله لوى څښتن دوې ملايكي د انسانانو په بڼه ورولېږلې. هغوى لومړى ابراهيم عليه السلام ته ورغلې، هغه ته يې زېرى وركړ چي ستاسي په كور كي به يو كوچنى پيدا سي، بيا يې د خپلو راتلو موخه ورته بيان كړه چي موږ د  لوط عليه السلام د نافرمانه قوم د پوپنا كولو لپاره راغلي يو.

﴿قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ أَيُّهَا الْمُرْسَلُونَ (31) قَالُوا إِنَّا أُرْسِلْنَا إِلَى قَوْمٍ مُجْرِمِينَ (32) لِنُرْسِلَ عَلَيْهِمْ حِجَارَةً مِنْ طِينٍ (33) مُسَوَّمَةً عِنْدَ رَبِّكَ لِلْمُسْرِفِينَ (34) ﴾[ الذاريٰت : ۵۱ : ٣١ ـ٣٤]

ژباړه: ابراهيم وو يل : اى را لېږل سوو ملايكو ! ستاسي موخه څه ده ؟ هغو ورته وويل : موږ يوه مجرم قوم ته رالېږلي سوي يو څو پر هغو د پخې خټي ډبري واوروو. چي ستا د څښتن په وړاندي له حد څخه د تېري كوونكو لپاره په نخښه سوي دي.

﴿إِلَّا آلَ لُوطٍ إِنَّا لَمُنَجُّوهُمْ أَجْمَعِينَ (59) إِلَّا امْرَأَتَهُ قَدَّرْنَا إِنَّهَا لَمِنَ الْغَابِرِينَ (60)﴾ [ الحجر ١٥:٥٩ ـ٦٠]

ژباړه: بېله د لوط له كورنۍ څخه چي موږ به هغه ټوله وژغورو . البته د هغه مېرمن به و نه ژغورو، ځكه د هغې په هكله ( لوى څښتن فرمايي :)  موږ ټاكلې ده چي هغه به له بېرته پاته كېدونكو څخه وي.

د لوى څښتن دغه استول سوي ملايكي  له ابراهيم عليه السلامڅخه تر رخصتېدو وروسته، لوط عليه السلامته ورغلې. څنګه چي دوى د مخه د لوط عليه السلامسره  هيڅ نه وه ليدلي، نو لوط د هغو په ليدلو څه پرېشانه سو. خو چي د هغو سره يې خبري وكړې بيا ډاډه سو:

﴿وَلَمَّا جَاءَتْ رُسُلُنَا لُوطًا سِيءَ بِهِمْ وَضَاقَ بِهِمْ ذَرْعًا وَقَالَ هَذَا يَوْمٌ عَصِيبٌ (77)﴾ [ هود  ١١: ۷۷ ]

ژباړه: كله چي زموږ لېږل سوي ملايكي لوط ته ورغلې نو هغه وارخطا او زړه تنګى سو او ويې ويل : نن ورځ ډېره سخته ده.

﴿قَالَ إِنَّكُمْ قَوْمٌ مُنْكَرُونَ (62) قَالُوا بَلْ جِئْنَاكَ بِمَا كَانُوا فِيهِ يَمْتَرُونَ (63) وَأَتَيْنَاكَ بِالْحَقِّ وَإِنَّا لَصَادِقُونَ (64) فَأَسْرِ بِأَهْلِكَ بِقِطْعٍ مِنَ اللَّيْلِ وَاتَّبِعْ أَدْبَارَهُمْ وَلَا يَلْتَفِتْ مِنْكُمْ أَحَدٌ وَامْضُوا حَيْثُ تُؤْمَرُونَ (65) وَقَضَيْنَا إِلَيْهِ ذَلِكَ الْأَمْرَ أَنَّ دَابِرَ هَؤُلَاءِ مَقْطُوعٌ مُصْبِحِينَ (66) ﴾ [ الحجر  ١٥: ٦٢ ـ٦٦]

ژباړه: لوط وويل : تاسي نابلده ښكارئ ! هغو ورته وويل : نه موږ هغه څه راوړي چي دغه خلك يې په هكله شكمن وه، او موږ تاته ديوې تر سره كېدونكي پرېكړي سره راغلي يو او موږ په دې كي بېخي رشتيني يو. نو اوس چي د شپې يو څه برخه پاته سي د خپلي كورنۍ سره ووزه او خپله د هغو شاشا ته ځه. له تاسي څخه دي هيڅوك هم شاته نه ګوري. او چي حكم در ته كيږي هلته ولاړ سئ. او هغه ته موږ خپله دغه پرېكړه ورسول چي د سهار په را رسېدو سره به د دغو وګړو جرړي پرې سي.

په دې ترځ كي قوم ته څرګنده سوه چي لوط ته مېلمانه راغلي دي. دوى له دې مېلمنو څخه هم د خپلو ناوړو ارادو د پوره كېدو په هكله څه ډډه ونه كړه. ځكه چي دا د مخه لا د دوى معمول ګرځېدلى وو. دوى د لوط د كور شاوخوا ته را ټول سول. لوط د خپلو مېلمنو د عفت او عزت په هكله په تشويش كي سو او خپل قوم ته يې داسي خطاب وكړ :

﴿قَالَ إِنَّ هَؤُلَاءِ ضَيْفِي فَلَا تَفْضَحُونِ (68) وَاتَّقُوا اللَّهَ وَلَا تُخْزُونِ (69)﴾ [ الحجر: ۱۵: ٦٨ ـ٦٩]

ژباړه: لوط وويل : دا زما مېلمانه دي، نو د دوى په مخكي په دغسي چارو تر سره كولو ما مه رسوا كوئ او  له خدايه وبېرېږئ، ما مه بې عزته كوئ.

خو قوم يې ورته وويل :

﴿قَالُوا أَوَلَمْ نَنْهَكَ عَنِ الْعَالَمِينَ (70) ﴾ [ الحجر  ١٥: ٧٠ ]

ژباړه: هغو ورته وويل : آيا ته موږ په وارو وارو نه يې منع كړى چي د ټولي نړۍ ټېكه داري مه كوه؟

لوط عليه السلامچي فكر وكړ چي دى او مېلمانه يې بې عزته كيږي، نو يې ورته وويل :

﴿قَالَ لَوْ أَنَّ لِي بِكُمْ قُوَّةً أَوْ آوِي إِلَى رُكْنٍ شَدِيدٍ (80)﴾ [ هود: ۱۱ : ۸۰]

ژباړه: كاشكي ما ستاسي په وړاندي زور در لودلاى چي تاسي مي پر لار كړي واى او يا مي يوه غوره لېپه ځاى (پناه ځای) ته پناه ور وړې واى.

ملايكو هغه ته وويل چي ته مه خفه كېږه، ځكه چي موږ د لوى څښتن لخوا را لېږل سوي يو.

﴿قَالُوا يَا لُوطُ إِنَّا رُسُلُ رَبِّكَ لَنْ يَصِلُوا إِلَيْكَ فَأَسْرِ بِأَهْلِكَ بِقِطْعٍ مِنَ اللَّيْلِ وَلَا يَلْتَفِتْ مِنْكُمْ أَحَدٌ إِلَّا امْرَأَتَكَ إِنَّهُ مُصِيبُهَا مَا أَصَابَهُمْ إِنَّ مَوْعِدَهُمُ الصُّبْحُ أَلَيْسَ الصُّبْحُ بِقَرِيبٍ (81) ﴾ [ هود : ۱۱ : ۸۱]

ژباړه: هغو وويل : اى لوطه ! موږ ستا د پروردګار لخوا را لېږل سوي ملايكي يو. دوى به تا ته هيڅ تاوان ونه رسولاى سي . نو چي څه شپه پاته سي د خپلي كورنۍ غړي دي درسره بوزه او ووزه او له تاسي څخه دي هيڅوك شاته نه ګوري. هو ! ستا مېرمن ( نه در سره ځي ) ځكه چي پر هغې باندي هم هغه څه چي پر دغو خلكو باندي راځي راتلونكي دي. پر دوى باندي د عذاب وخت سهار ټاكل سوى دى او آيا سهار نه دى نژدې ؟

په دې توګه څنګه چي د لوطعليه السلامد قوم بد كارونه بېخي ډېر سول، لوى څښتن لوط عليه السلامد خپلو ملايكو په ذريعه وژغورى. د سهار په را رسېدو سره دغه وګړي په هغه پوپنا كېدو اخته سول چي لوط عليه السلاميې په هكله دوى ته دمخه خبر وركړى وو :

﴿وَلَقَدْ رَاوَدُوهُ عَنْ ضَيْفِهِ فَطَمَسْنَا أَعْيُنَهُمْ فَذُوقُوا عَذَابِي وَنُذُرِ (37) وَلَقَدْ صَبَّحَهُمْ بُكْرَةً عَذَابٌ مُسْتَقِرٌّ (38) ﴾ [ القمر: ٥٤:۳۷ـ ۳۸]

ژباړه: بيا دوى د مېلمنو له ساتني څخه د لوط د منع كولو هڅه وكړه. پاى موږ  د دوى سترګي ړندې كړې. اوس زما د عذاب او زما د خبر داريو خوند وڅكئ او سهار مهال پر دوى تل تر تله عذاب راغى.

د لوط عليه السلامد قوم د پوپنا كېدو تفصيل قرآن كريم داسي بيان كړى دى :

﴿فَأَخَذَتْهُمُ الصَّيْحَةُ مُشْرِقِينَ (73) فَجَعَلْنَا عَالِيَهَا سَافِلَهَا وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهِمْ حِجَارَةً مِنْ سِجِّيلٍ (74) إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِلْمُتَوَسِّمِينَ (75) وَإِنَّهَا لَبِسَبِيلٍ مُقِيمٍ (76)﴾ [ الحجر  ١٥: ۷۳ ـ ۷۶ ]

ژباړه: په پاى كي د لمر څرك سره سم دوى يوې ځواكمني چاودني ونيول او موږ هغه سيمه پر بل مخ را واړول او د پخې سوي خټي د ډبرو باران مو پر واوراوه. په دې پېښه كي د پوهو خلكو لپاره ستري نخښي دي. او هغه سيمه چي دغه پېښه پكښي سوې وه په لويه لار كي واقع ده . ( له مكې څخه د شام په لار كي پرته ده ).

﴿فَلَمَّا جَاءَ أَمْرُنَا جَعَلْنَا عَالِيَهَا سَافِلَهَا وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهَا حِجَارَةً مِنْ سِجِّيلٍ مَنْضُودٍ (82) مُسَوَّمَةً عِنْدَ رَبِّكَ وَمَا هِيَ مِنَ الظَّالِمِينَ بِبَعِيدٍ (83) ﴾ [هود  ١١: ۸۲ ـ ۸۳ ]

ژباړه: بيا كله چي زموږ د پرېكړي مهال راورسېدى، نو موږ هغه سيمه پر بل مخ را نسكوره كړه او پر هغې باندي مو د پخې خټي د ډبرو لاندي باندي باران واوراوه، چي له هغو څخه هره يوه ډبره ستا د څښتن لخوا په نخښه سوې وه او له ظالمانو څخه دغه عذاب اوس هم ليري نه دى.

﴿ثُمَّ دَمَّرْنَا الْآخَرِينَ (172) وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهِمْ مَطَرًا فَسَاءَ مَطَرُ الْمُنْذَرِينَ (173) إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُمْ مُؤْمِنِينَ (174) وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ (175)﴾ [ الشعراء  ٢٦: ۱۷۲ ـ ۱۷۵]

ژباړه: بيا مو پاته وګړي پوپنا كړل او پر هغو مو يو ډول اورښت وكړ. ډېر ناوړه اورښت وو چي پر بېرول سوو واورول سو. رشتيا چي په دې كي يوه نښانه ده. خو بيا هم له دوى څخه زيات يې نه دى مسلمانان. او بېشكه چي ستا څښتن هم برلاسى دى او هم مهربان دى. پای.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ