کور پاڼه / پښــــتو ادب / شعـــــرونه / په  کېږدۍ مئين/ عرفان الله عرفاني

په  کېږدۍ مئين/ عرفان الله عرفاني

عرفان  الله  عرفاني

ای  دا څومره  اوږده  لار  شوه؟
نور شوم  ستړی  له  مزله
سامې  لنډه  لنډه  کېږي
د اوبو پتک  دې  راکړه
چې  پرې  ماته  کړمه  تنده
لارويه  لارويه
ای   شپونکيه  وايم  تاته
ای  زما په  څېر ملنګه
ای  د غرونو مسافره
دا شپېلۍ  دې  کړه  لږ غلې
ته  لږ راشه  ته  لږ کېنه
زه  هم  ستړی  ته  هم  ستړی
وايه  مېنه  دې  ده  چېرته
نن  به  تا سره  مېلمه  شم
نن  به  ستا توره  کېږدۍ  کې
زه  يو څو شېبې  دمه  شم
نور خو لمر په  ډوبېدو دی
د ماښام  تيارې  خورېږي
دا رمه  دې  کړه  راپنډه
هله  زر ورشه  په  منډه
دا شډل  غرنی  سپی  دې
ياره  څومره  وفادار دی
چې  ترتا مخته  روان  دی
ته  به  وايې  چې  څاروان  دی
هغه  پورې  اور چې  بل  دی
تور تودونه  يې  چې  خېږي
ماته  ښکارې  ستاسو مېنې
د کېږدۍ  ترڅنګ  دا بل خوا!
د وريو ، مېږو شپول  دی
څه  عجيبه  زندګي  ده
څومره  ښه  د سکون  ژوند دی
څه  ارامه  ارامي  ده
کاشکې  زه  هم  يو کوچی  وای
او سېدلی  په  صحرا کې
ستا په  څېر مې  يوه  رمه  وای
څرولی  مې  په  غرو کې
په  غونډيو په  شېلو کې
ای  شپونکيه  ای  شپونکيه!
په  کېږدۍ  دې  زه  مين  شوم
په  شپېلۍ  دې  زه  مين  شوم
کاشکې  مخکې  زه  خبر وای
بس  قسمت  سره  يو ځای  کړو
دا  نن  شپه  مې  درسره  ده
ښې  کيسې  خو راته  وکړه
بيابه  خدای  خبر چې  کله
ما او تا سره  يو ځای  شو
لا خو شته  ډېر  پړاوونه
سپېرې  دښتې  او ډاګونه
څه  اغزن  اغزن  مسير دی
په  تڼاکو تلو يون  کړم
مسافر د زمانې  يم
پل  مې  ډېرې  جزېرې  کړې
د منزل  پر لور روان  يم
لاس  کړه  پورته  دعا وکړه!
چې  منزل  ته  ورسېږم
غېږ دې  راکړه  غېږ دې  راکړه
( عرفاني ) درنه  بېلېږم
نور د خدای  په  امان  لاړم
ته  دعا کړه  ته  دعا کړه


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ