نړۍ

یوسف القرضاوي د ازهر د علماوو عالي شوری له غړیتوب څخه استعفا ورکړه

د مسلمانو علماوو د نړیوالې ټولنې مشر دکتور یوسف القرضاوي د دوشنبې په ورځ د ازهر د علماوو د عالي شوری له غړیتوب څخه استعفا ورکړه.

د ښاغلي قرضاوي د استعفا لامل په مصر کې د ازهر د شیخ (احمد الطیب) له پوځي کودتا څخه ملاتړ ښوول شوی.

نوموړي په دې اړه په خپل یو خپاره شوي بیان کې ویلي:

“زه د مصر ستر ولس ته د ازهر د علماوو له شوری څخه استعفا کوم، ځکه چې د ازهر حقیقي څښتن د مصر ولس دی، نه د ازهر شیخ؛ زه د ازهر د شیخ منصب او هغه نږدې نور منصبونه، کټ مټ د مصر د جمهوري ریاست د منصب په څیر د وسلې په زور یرغمل شوي ګڼم، چې د پوځي کودتا په ګټه ترې کار اخیستل کیږي”.

ښاغلی قرضاوي د ازهر د شیخ احمد الطیب په اړه زیاتوي:

“له کومې ورځې چې د ازهر شیخ دغه دنده په غاړه اخیستې وه ما د مرستې او همکارۍ لاس ورکړی وه، او د نوموړي هغه کړنې مې هیرې او یا مې ځان پرې ناګاره کړ چې کله د ازهر پوهنتون مدیر وه او د حسني مبارک د حکومت لپاره یې په محصلینو داسې تورونه پورې کول چې هغوی ترې بري وه. مونږ په دې هم سترګې پټې کړې چې نوموړی د دولت د ګوند غړی او په سیاسي کمیټه کې وه، خو مونږ ویل: د تیرو دې خدای بخښنه وکړي باید یوه نوې صفحه پرانیزو، خو له بده مرغه د پوځي کودتا په غیږ کې د لوبیدلو پرته مو ترې بل څه ونه لیدل”.

د قرضاوي په وینا ازهر او د ازهر د جیدو علماوو شوری ددغه هدف لپاره کله هم نه وه تاسیس شوي.

نوموړي ویلي:

“مونږ د ازهر شیخ ته منتظر وو چې حقې لارې ته وروګرځي او د هغه ظالم او مستبد نظام څخه خپل برائت اعلان کړي کوم چې په څو ورځو او اونیو کې داسې څه وکړل چې جمال ناصر، انور سادات او حسني مبارک په شپیتو کالو کې نه وه کړي، د زرهاوو خلکو سرونه یې پرې کړل، او ددې په څو چنده یې ټپیان او زندانیان کړل”.

دکتور یوسف القرضاوي د ازهر په ټولو علماوو غږ کوي چې د علماوو له شوری استعفاوې وړاندې کړي، او وايي:

“زه د ازهر په ټولو ازادو او مخلصو علماوو غږ کوم چې په جرئت سره د مصر روان حالات وغندي، او د علماوو له دغې مړې شوری څخه چې اوس تش کالبوت پاتې ده، استعفا ورکړي، او دا شوری د ازهر شیخ او د هغه پلویانو ته داسې ورپریږدي لکه ما چې ورپریښوده”.

دکتور یوسف القرضاوي وايي چې الهي سنن نه بدلیږي، او باور لري چې ډیر ژر به دغه ظالم او مستبد واکمنان راچپه شي، ځکه چې الله تعالی ظالم حکومتونه، که څه هم مسلمانان وي، رانسکوروي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x