لنډه کیسه: دوينې انځور
ليکوونکى : ضياالرحمن حبيب سپين غر
دنورو ورځو په څېر يې نن بيا له مورنه په اجازې اخستو له کور نه ووتو او دتلو پر مهال يې ورته وويل :
مورجانې دوعا کوه چې نن هم ښه غريبي وکړم څو دشېبې د سر ولور پوره کړم .
دزغم سږنې کال درې يم وو چې دخسر نه يې دواده کولو غوښتنه کوله خو هغه به ورته ويل :
(څودې دومره پېسې نه وي راکړي څومره چې ملک عاشق دخپلې لور ولور اخستى وو نو تر هغې دواده واده خبره په خوله لا څه په مغزو کې هم تېره نه کړې ).
ملک عاشق ځکه دسندرې سروو چې دزغم دتره زوى وو او له پلرونو نه ورته بدې او دښمني پاتې وه نو ځکه يې ښکار بېچاره زغم شو.
په هر صورت مور يې په شا وټپاوه او لپه لپه دوعاوې يې ورته ډالۍ کړې.زغم له خوښۍ نه په جامو کې نه ځاېده ځکه چې دى په دې ډېر باوري وو چې دمور دوعا الله پاک حتما قبلوي.خو بلخوا ځنې وخت دانسان په شر کې خېر وي .
کاينات يو ډول ماڼېجن وو چوپه چوپتيا وه يو نيم دهغه کوچنيانو غږ به کله کله واورېدل شو کوم چې په لويه لار ښوونځي ته روان وو زغم چې په ريښتيا زغم وو دمور ددوعاګانو په ملتياله کوره ووت او په لاره کې يې يوازې ورسره دشېبې فکر مل وو .
شېبه چې دزغم دترور لور وه او ده ته يې له ډېرو جرګو مرکو وروسته ورکړې وه او ترور يې ده ته ځکه نه ورکوله چې يو خو زغم دومره شتمن نه وواو بل زده کړې يې هم نه درلودې ځکه چې دپلار سيورى يې په پنځه کلنۍ کې له سر نه لرې شوى وو او بل په هېواد کې درامنځ ته شويو نارامو پايله وه چې دده په څېر ډېر ځوانان يې دپوهې له خواږه نعمت څخه بې برخې کړي وو.
زغم دنورو ځوانانو په څېر نه وو چې خپل وخت دې بې ځايه تېر کړي او يا نور ناوړه کارونو ته لاس واچوي دې نور درې وروڼه او يوه خور هم درلودل چې دى ترټولو مشر وو.ځکه خو ټول کور ورترغاړې وو او دى په دې هڅه کې ووچې له ځان په کشرانو وروڼو او خوېندو تعليم وکړي.
په هر صورت کله چې دى په ښه بدو پوه شوى وو نو کار ته يې مخه کړې وه او نه يې غوښتل چې چاته يې دسوال لاس اوږد شي ،دى به هر سهار ښار ته تلو او هلته به يې له هيڅ راز ستونزمن کار څخه درېغ نه کاوه ،په دې ورځو کې يې دغه هڅه نوره هم ګړندۍ کړې وه ځکه چې دشېبې په کور ورته نور کېناستلو خوند نه ورکاوه او دخلکو خبرو هغه دچاخبره تر پوزې رارسولى وو ددې تر څنګ شېبه په زغم ډېره ګرانه هم وه او پر هغې هم ډېر زيات ګران وو خو بدبختي دا وه چې دشېبې پلار ډېر کنجوس او مېرمن يې تر هغې ورهاخوا وه .
زغم ته تېره ورځ دمزدورانو مشر ويلي وو :
(چې سبا ته سهار وخت راشه چې ډېر په سېمټو بارموټرې راځي)
دې په زړه کې کرل رېبل کول چې که خېر وي نن ښار ته دسيمټو بار ډېرې لوې موټرې راغلې نو دورځې تر پايه به کار وکړم له همدې فکرونو سره مل ښار ته ورسېد چې وار دمخه يې په يو لوي موټرچې دده په لور راروان وو ، سترګې يې پرې ښخې شوې.
دا ريښتيا دي چې انسان ډېر حريص دى که هر څومره شته هم ولري.
له همدې امله زغم لوي موټرمخ ته ورغى او لاس يې ورته په دې موخه ونيو چې ورته ودريږي څو دى وروخيژي او تر هغه ځاى چې دا موټر ورته ورځي ورورسيږي .خوموټر چلوونکي دى ونه ليدو او او دى هم اجل نيولى وو کله چې يې موټر ته دورختو په موخه ورټوپ کړ ورته ونه رسېدو لاندې په سرک ولوېدملا يې دموټر ټېر ته سمه شوه له سړک سره يې سړک کړ .دا چې سهار وخته وو او دومره څوک په بازارکې نه وو نو ځکه شېبه وروسته موټر خپل ځاى ته ورسېد خو زغم له ډېرۍ ډېرۍ ارمانونو سره په سړک پړمخې پروت وو او روح يې دکايناتو لوى څښتن مېلمه وو .خو په سرک هم دده وينو يو ژړغونى او ناهېلى انځور ويستى وو.
١٣٩٠.٣.٢
دکونړ ملي راډيو تلويزيون انګړ