افغانستان

احمد شاه احمدزی: د مشورتي جرګې غړیو د فشار له امله امنيتي تړون تصویب کړی

Ahmed-Zai-DPS-19-Jan-2012د ملي وحدت د جبهې او د امریکا د نظامي اډو مخالف ایتلاف مشر ښاغلي احمد شاه احمدزي پرون د فارس خبري اژانس خبریال سره په خپلو خبرو کې و ويل چې ملي جبهه په افغانستان کې د بهرنیو پوځيانو شتون نه مني.
احمدزي تاکيد وکړ چې که امریکایان ونه وځي؛ په هيواد کې به نه يوازې امنيت رانشې؛ بلکې امنيت به نور هم خراب شي. ده و ويل چې ا مریکايي پوځيانو ته قضائي مصؤونيت ورکول په اسلام کې حرام دي.
ښاغلي احمدزي و ويل چې په افغانستان د امریکایانو وجود د ولس په ضرر دی.
احمدزي په سپنتا هم نیوکه وکړه چې د وحيد مژده خبرې يې د قاضي له حکمه پرته اوريدلي او دا د هغه پر شخصي حریم تجاوز دی. احمدزي د امنيتي تړون په اړه مشورتي جرګه غیر قانوني وبلله او زیاته يې کړه چې ډېری ګډونکوونکي يې په ورتګ پښېمانه دي؛ ځکه چې په جرګه کې د بیان ازداي نه وه او د تړون مخالفینو ته د خپل نظر د ښکاره کولو اجازه نه ده ورکړای شوې.
احمدزي د لوګر د ولايتي شورا د رئیس “غازي ټني” له قوله وايي چې د جرګې رئیس صبغت الله مجددي هرې کميټې ته ورته او پر هغوی يې تاکيد کاو چې باید امنيتي تړون خامخا امضا کړي؛ ځکه چې دا تړون د افغانستان په ګټه دی.
ښاغلي احمدزي و ويل چې د مشورتي جرګې پر غړو د فشار له امله دوی دا تړون تصویب کړی او کوم کسان يې چې مخالف وو، هغوی يې د خپل نظر ښکاره کولو ته نه دي پريښي.
د ملي جبهې مشر و ويل چې کرزی باید د امنيتي تړون په اړه په خپلو شرطونو ټينګار وکړي او د امنيتي تړون له امضا کولو ځان وساتي.
ښاغلي احمدزي پر کرزي ټينګار وکړ چې، که امریکا پر افغانستان مرستې هم بندې کړې، باید د امریکا غوښتنې ونه مني؛ ځکه چې افغان ولس د امریکايي اډو مخالف دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x