د نن سرلیکنه

د کرزي د وروستي دریځ په اړه د طالبانو د اعلامیې پیغام لرونکی مفهوم

نن ټکی آسیا- سرمقاله: له امریکایانو سره  د امنیتي تړون  په سر د کرزي  وروستي  موقف  د افغانستان  د سیاسي حلقاتو تر منځ  بیلا بیل غبرګونونه  راپورته کړي .

طالبانو په خپله  رسمې اعلامیه او د  اسلامي حزب مشر ګلبدین (حکمتیار) په یوه ځانګړي لیک کې  کرزی ته  نور هم  په خپل دریځ  باندې د  ټینګیدو  او په  عمل  کې د هغه  په پلي کولو توصیه کړې .

په  طالبانو او حکمتیار سربیره  یوشمیر نورو  د جهادي فکر لرونکو  سیاسي جوړښتونو او شخصیتونو هم  د امنیتي تړون په اړه  د کرزي موقف ستایلی او له  هغه څخه یې غوښتي چې له  امریکایانو سره امنیتي تړون  لاسلیک نه کړي .  خو د پورتنیو لوریو د نظر برخلاف بیا یوشمیر نورو امریکايي پلوه ګوندونو او د شمالي ټلوالې ځینو مهمو  شخصیتونو  کرزی په  دې خبره پړ بللی چې هغه  ولي له  امریکایانو سره  امنیتي تړون نه  لاسلیکوي .

که  له امریکایانو سره  د امنیتي تړون د ملاتړ کوونکو  او غندونکو نظرونه سره پرتله شي نو  و به لیدل شي  چې  د  دغه  په اصطلاح  امنیتي تړون  مؤیدین یواځې  هغه څوک  دي چې  یا د امریکايي اشغال  په سیوري کې واک ته رسیدلي  اویا  د هغوئ  د استخباراتي  او مالي   مرستو په  مټ  د هغوئ  د  مصالحو  او دهغوئ  دسیاستونو  د تعقیب  په غرض  تولید شوي.

داچې  دکرزي رژیم  هم  د امریکايي اشغال  د محصول  په توګه  په افغانانو  په  داسې ډول تحمیل   شوی چې اوس  خپله   د دغې ادارې مشر هم  نور  د حقیقت  په  فهمولو سره   له دغه حالته ځان ستړی  بولي او نه غواړي چې نور  د اجنبي اشغالګرو  د یوې آلې  په توګه  د خپل هیواد  او  ولس په خلاف وکارول  شي .

سره له دې چې کرزی  ډیر وروسته  په خپله اشتباه  وپوهیده  ، خوبیاهم  ناوخته نه دی ، اوس هم که نوموړي  په واقعي توګه  خپله اشتباه درک کړې وي  او غواړي نور  پاتي ژوند  د امریکایانو  د خدمت په ځای د خپل هیواد او  ولس  په خدمت  کې تیر کړي  دا یې یو پرځای او مناسب اقدام  دی .

د کرزي د  وروستي  دریځ  په اړه  د طالبانو په  وروستۍ اعلامیه کې هم  دغه  ټکي ته اشاره شوې   او داسې ورکې ویل شوي : ((دا چې د کابل ادارې مشر کرزي اوس ظاهرا له دې پرېکړي سره په مشروط ډول مخالفت څرګند کړ، که نوموړی په دې مخالفت کې ريښتینی وي، دا به  په دې ماناوي چې  نوموړي حقیقت درک کړی وي، الله دې وکړي چې دغه مخالفت  یې په رښتیا دافغاني غیرت او د ولس د کړاوونو د درېدو له کبله وي))

هغه څه چې افغان ولس  ته د یوه  سوله ایز پیغام  په  توګه  په دغه اعلامیه کې ځاي پرځای شوي  هغه  د دغې اعلامیې وروستۍ فقره ده  چې  داسې  ورکې  واضح شوي :

((که اشغالګر د افغان مجاهد ولس له خاورې نه په بشپړه توګه ووزي  مونږ  په پوره باور سره ویلی شو چې افغانان ددې وړتیا لري چې خپلې ستونزې د پردیو له شتون او مداخلې پرته په خپله سره هوارې کړي، باید وویل شي چې د یرغلګرو بشپړ وتل په حقیقت کې د افغاني تفاهم لپاره لاره هوارولی شي.))

د طالبانو  د غه اعلامیه   په خپلو نور  و ځانګړتیاوو سر بیره   د امریکایانو  او د هغوئ  د پلویانو  هغو ناسمو تبلیغاتو  ته هم یوښکاره   ځواب دی  چې  هغوئ  وايي که  امریکایان  ووزي بیابه  د افغانانو ترمنځ  د قدرت  د تصاحب  په غرض کورنۍ جګړه پیل شي  ، خو طالبانو مخکې تر مخکې  د  دغو  تبلیغاتو  او اندیښنو په اړه   د همدغې اعلامیې په ترڅ کې خپل موقف  واضح کړی   او دايې ویلي چې  په  افغانستان کې  د جګړې او بي ثباتي  اصلي عامل  بهرنیان دي  ، او څومره ژر چې دهغوئ   اشغال  خاتمه پیداکوي  په هغه  اندازه  د افغانانو ترمنځ  د سوله ایز تفاهم او نژدیوالې  زمینه مساعده کیدای شي.

د نن ټکی آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x