لغمان کې بهرنيو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد وايي چې تېره ورځ ماښام ۶ د کابل جلال اباد په عمومي لاره د قرغیو ولسوالۍ سرخکانو کې طالبانو پر امريکايي عسکرو وسلوال برید کړی، چې له امله يې ۲ بهرني عکسر وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. د مجاهد له قوله په جګړه کې يو زغره وال ټانګ هم ویجاړ شوی دی.