کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / طالبانو په لشکرګاه کې د ستري قوې د اېل کېدو ويډيو نشر کړې/ ويډيو

طالبانو په لشکرګاه کې د ستري قوې د اېل کېدو ويډيو نشر کړې/ ويډيو

نن ټکی اسیا (دوشنبه ، تلې ۲۶مه ۱۳۹۵ل): طالبانو د هلمند ولايت مرکز لشکرګاه په بشران سيمه کې د هغه ستري پوځي قوې د اېل او له منځه تلو بشپړه ويډيو نشر کړې چې کابو يوه هفته وړاندي د دوی له لوري محاصره شوې وه.

په نشر شويو ويډيويې صحنو کې د امنيتي سرتيرو زيات شمېر جسدونه ، سوځل شوي او روغ پوځي موټران ، هاموي شوبلي او ټانګونه د جګړې په ډګر کې تر سترګو کيږي.

د مرکز لشکرګاه په بشران سيمه طالبان په داسي حال کې ليدل کيږي چې نيول شوي وسلې ، پوځي مهمات او موټر له سيمي نقلوي.

د عيني شاهدانو له قوله په بشران سيمه کې د يادي ستري قوې شاوخوا ۲۳۰ تنه امنيتي سرتيري ټپيان ، اسيران او وژل شوي.

هاشم الکوزي د يادي قوي د محاصرې اړوند د يو مرکې په مهال وويلي وو چې طالبانو ۶۰۰ کسيزه قوه محاصره کړې او د يادي قوې نژدې سل تنه سرتيري يې وژلي.

په ياد فلم کې چې د عمري عملياتو تر سرليک لاندي جوړ شوی د هلمند د اوپراتيفي قومندان عبدالجبار قهرمان هغه خبرو ته هم ځای ورکړل شوی چې وايي : زه تاسو ته ډاډ درکوم چې د هلمند دفاع مطمئنه ده ، هلمند سقوط نه کوي او ډېر ژر به تاسو ووينی چې موږ له لاسه وتلي سيمي بيرته څه ډول تر لاسه کوو . . .

د فلم په وروستۍ برخه کې د ملي اردو سرتيرو هغه لسګونو عسکرو ويډيو هم ځای شوې چې طالبانو ته يې خپل ځانونه سپارلې او وسلې يې په ځمکه ايښي.

که څه هم حکومتي چارواکي په هلمند کې خپل تلفات ډېر لږ مني خو د يادي ويډيو د نشر اړوند يې څه نه دي ويلي.

د لاندي لينک له لاري بشپړ فلم کتلای شئ!


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ